1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان غواړي بیرته مشروعیت تر لاسه کړي»

دوبوویسک، ماریو/عبدالباري حکیم۱۳۹۲ تیر ۱, شنبه

د آلمان د علم او سیاست د مؤسسی رئیس، فولکر پېرتس، د آلمان له راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، د دې له پاره چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هلته ثبات رامنځ ته شي، طالبان باید په قدرت کې شریک کړای شي.

https://p.dw.com/p/18uKU
انځور: Reuters

د فولکر پیرتس په نظر طالب جنګیالي هم اوس دې کار ته لیواله دي، ځکه پرته له دې جګړه دوام پیدا کوي او هیڅ اړخ په جګړه کې ګټونکی نه دی. د هغه د مرکې پښتو ژباړه په لاندیني مطلب کې لوستلای شې.

پوښتنه: څه فکر کوﺉ چې په طالبانو کې بدلون راغلې دی او که د ناټو د متحدینو په قوت، روحیه او زغم کې بدلون راغلی دی؟

پیرتس: رښتیا خبره دا ده چې په تیرو دولسو کلونو کې هغوې (طالبانو) ځان یو څه بدل کړی دی. له هغه وخته چې دوی له قدرت څخه شړل شوي دي، همدا هڅه کوي چې څرنګه بیرته قدرت ته ورسیږي. طالبان غواړي چې په پاکستان کې له تبعید څخه ځان وژغوري، هغوی هماغسې ستړي شوي دي، لکه د افغانستان د لانجې نور لوبغاړي. هغوی غواړي بیرته مشروعیت تر لاسه کړي او هغه په آسانې سره داسې لاس ته راتلای شي چې د خپلو پوځي فعالیتونو تر څنګ سیاسي فعالیتونه هم پیل کړي. لنډه دا چې هغوی دې نتیجې ته ښایي رسیدلي وي، چې وایي: په داسې حال کې چې جګړه روانه هم ده، موږ چمتو یو چې خبرو اترو ته کښینو.

د آلمان د علم او سیاست د مؤسسی رئیس، فولکر پېرتس
د آلمان د علم او سیاست د مؤسسی رئیس، فولکر پېرتسانځور: picture-alliance/dpa

پوښتنه: فکر کوﺉ چې په جګړه کې د دواړو اړخونو ستړیا سره د سولې له پاره هیله شته؟

پیرتس: هو! که څه هم دا ښایي یوه بې ځایه هیله وي، خو د ټولو اړخونو ستړیا د جګړو د درولو له پاره یوه موقع ده. پرته له شک څخه چې د افغانستان خلک نور جګړه نه غواړي او هر اړخ چې په دې لټه کې وي چې جګړې ته دوام ورکړي او پر مقابل اړخ باندې بریالی شي، د افغانستان د اکثریت خلکو له ملاتړ څخه نه برخمن کیږي، ښایي یو ډیر لږ کسان وي، چې هغوی داسې یو څه وغواړي.

پوښتنه: په دوحه کې د طالبانو د اړیکو په دفتر باندې په لومړي سر کې د «افغانستان اسلامي امارت» په نامه یوه لوحه ځوړنده وه او د دفتر په انګړ کې د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبان بیرغ رپیده. اوس دغه سمبولونه بیرته لیرې کړای شوي دي. داسې ښکاري چې طالبان لا تراوسه ځانونه د افغانستان واکمنان بولي. د عمل په ډګر کې د هغوی د قدرت ساحه تر کومې کچې پورې رسیږي؟

پیرتس: طالبان لږ تر لږه لا تر اوسه ځانونه طالبان احساسوي، نه په افغانستان کې د کوم ګوند په توګه چې د افغان حکومت تر واکمنۍ لاندې له هغوی او یا امریکایانو سره خبرې اترې کوي. په همدې وجه هغوی ځان له دې اړیکو جلا ګڼي. که نه نو، بیا په قطر کې هغوی ته د یوه دفتر د پرانیستلو اړتیا نه وه او نه هم دې ته اړتیا وه چې امریکایان هغوی ته د خبرو اترو بلنه ورکړي. ښکاره ده چې دوی له دې موقع څخه استفاده کوي او لمسونې کوي. زه فکر کوم چې په راتلونکي کې هم داسی لمسونونو ته سړې باید چمتو اوسي.

پوښتنه: معنی دا چې له طالبانو سره خبرې اترې د مخنیوي وړ نه دي، که څنګه؟

پیرتس: زه هم، په همدې نظر یم. ځکه که سړی د دې کار په بدیل فکر وکړي، بدیل یې د جګړې دوام دی او حتی د دې هیواد د ټوټه کیدو خطر شته، معنی دا چې له هغو سیمو څخه چې د ناټو او ایساف ټول ځواکونه وځي، ښایي هلته بیرته طالبان واکمن شي.

پوښتنه: د آلمان د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر هم له طالبانو سره د خبرو اترو پلوي کوي، خو هغه یې په دې مشروط کړې چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني او له القاعدې سره خپلې اړیکې وشلوي، آیا دا غوښتنې د طالبانو اوسنۍ کړنلارې په پام کې نیولو سره د پوره کیدو وړ دي؟

پیرتس: دوهمه غوښتنه، یعنی له القاعدې سره د اړیکو شلول، زما په نظر نسبت لومړۍ غوښتنې ته آسانه ده چې پوره شي. کله چې هغوی په قطر کې خپل دفتر پرانیست، همدا خبره یې وکړه چې د هغوی هدف یوازې افغانستان دی. او په غیر مستقیمه توګه یې دا خبره روښانه کړه چې ګواکې دوی له القاعدې سره چې نړیواله اجندا لري، سر او کار نه لري.

خو هغه څه چې هغوی په ښکاره توګه یادونه ترې ونه کړه، هغه د افغانستان د اساسي قانون په رسیمت پیژندل او یا د منلو مسله وه. که چیرې سړی په دې اړه د متحده ایالاتو او په اروپا کې د هغوی متحدینو مختلفو دریځونو ته پام وکړي، وینو چې متحده ایالات هم دغه مسله له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د مخکې له مخکې یوه شرط په توګه نه ده وړاندې کړې.