1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د خبرو چانس شته، خو څرنګه؟

۱۳۹۰ خرداد ۱۴, شنبه

د امریکا د دفاع وزیر نن «شنبه» په سينګاپور کي يو امنيتی کنفرانس ته وويل چي که پر طالبانو پوځی فشارونه زیات شی نو د روان کال تر ژمی پوری کيدای شي له هغو سره خبری اتری وشی.

https://p.dw.com/p/11UCJ
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: DW

د ده په خبره دغه کار به هله تر سره شي چی په افغانستان کی ميشت د ناټو ځواکونه پر طالبانو خپل فشارونه جارو وساتي او د جګړی په ميدان کی پرمختګ وکړي.

ګيتس وويل چی طالبانو سره په جګړي کي پرمختګ، د خبرو اترو لپاره لاره هواره وی.

«که مونږ وشو کولای چی په افغانستان کی د خپلو برياليتوبونو څخه ساتنه وکړو، د امنيت په برخه کی لا پرمختګ وکړو، کافي شواهد په لاس کی ولرو چي طالبان تر فشار لاندي دي، نو کيدای شی چی د طالبانو سره په راتلونکی ژمی کی خبری اتری پيل شي او د ښو پايلو اميد تري وشی.»

ګيتس وروسته له هغی په ښکاره توګه د طالبانو سره د خبرو اترو د امکان د شتون خبر ورکوی چی د ځينو رپورټونو په حواله، امريکا متحده ايالاتو طالبانو سره پټي خبری اتری پيل کړي.

هټکل کيږی چی د اسامه بن لادن د مړينی سره به هغو طالبانو سره د خبرو اترو فضا مساعده شی چی غواړي افغانستان د بهرنيو ځواکونو څڅه پاک کړي.

د سولی په بهير کی د شامليدو د شرطونو په اړه ګيتس وويل چي طالبان بايد د افغانستان اساسی قانون ومني ترڅو د سولی په بهير کی ښکيل شي.

ګيتس وويل چی اوس کيداي شی طالبان د افغانستان د سياسی بهير يوه برخه وي خو دوي کولاي شي چی د افغانستان په سياسي چارو کي يوازی د ځينو شرطونو په منلو سره ښکيل شي.

«دا يوه معلومه خبره ده چی که طالبان غواړی د سولی د بهير سره يوځای شي نو بايد د القاعدي سر خپلي اړيکي پری کړي او د افغانستان اساسی قانون ومني. دوي بايد خپلي وسلي هم پر ځمکه کيږدي او په داسی يوي ټولني کي ژوند ته چمتو شی چي په کی د قانون د پلی کولو واک يوازی د دولت په لاس کی وی.»

افغانستان کی تاوتريخوالی اوس د وروستيو لسو کلونو په پرتله ډير لوړ دی. که څه هم طالبان د افغان او نړيوالو ځواکونو لخوا په جنوبي ولاياتو کی تر سخت فشار لاندی نيول شوي خو دوی اوس هم د افغانستان په ډيرو سيمو کی خپلو بريدونو ته ادامه ورکوي. دوی خو اوس د افغانستان په امنو شمالی او غربي ولاياتو کی هم بريدونه تر سره کوي.

ګيتس همداراز په خپلو خبرو کی وويل چي په هلمند او قندهار ولايتونو کي طالبان تر ديرو سختو فشارونو لاندي دي چی دغه حالت په افغانستان کي د سول چانسونه نور هم ډير کړی.

د ګیتس په خبره د افغانستان د سول په بهير کی به د دغه هيواد د ګاونډيو نظرونه هم په پام کي ونيول شی.

هندوستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چی طالبانو سره د خبرو اترو په اړه يی انديښنی څرګندی کړی دی.

حکومت ته د طالبانو د راتلو په اړه خو ځکه هندوستان ډيري انديښني لری چي طالبان د پاکستان د ډير پياوړي حمايت څخه برخمند دي.

د هندوستان سربيره، ايران او روسيه هم د هغو هيوادونو له ډلی څخه دي چی د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه انديښني لري.

آژانسونه/ مسعودجهش
کتونکی: احمد ولی اڅکزی