1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

له طالبانو سره يوه بندي طالبانو ته مرک ژوبه اړولې او تښتیدلی

۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د پکتيکا ولایت وياند ويلي دي چي هغه ملکي کس چي وسله والو طالبانو برمته کړی وو، بند ته پر لاري يې له طالبانو وسله اخيستې، پر هغوی ئې بريد کړی او ۲۵ طالبانو ته ئې مرگ ژوبله اړولې او له موټر او وسلو سره راتښتېدلی دی.

https://p.dw.com/p/2uMie
Karte Afghanistan Provinz Paktika Deutsch
انځور: DW

دغه کس چي اول خان نومیږي، د پکتيکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو د قوماندان دریان خان ورور دی.

د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز دویچه ویله ته وویل چي د چهارشنبې په ورځ له زړې کلا سیمې څخه وسله والو طالبانو اول خان وتښتاوه، خو په لاره کې په یوه تکتیکي حرکت سره یې پر وسله والو برید کړی او تر ۲۵ وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

هغه وويل: «اول خان یې په دې تښتولی وو، چې پر ورور یې فشار راوړي. کله چې دوی ګومل ولسوالۍ ته رسیدلې دي، طالبانو مشوره کوله او اول خان د طالبانو وسله راخیستي، پر دوی یې فیرونه کړې دي او زموږ کشفي مالومات دا دي چې ۷ وسله وال طالبان وژل شوې دي او ۱۸ ټپیان دي».

اول خان په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي چې تېره ورځ چهارشنبه ملګرو په څه پلمه د سروبي زړې کلا سیمې ته بیولی او هلته یې دام ورته ایښیی او وسله والو طالبانو ونيو.

هغه وایي، طالبانو په لاره کې خلکو ته ښودله چې د اربکي قوماندان دریان خان ورور یې نیولی او وبه یې وژني او په وینا يې په موټر کې تر وهلو ډبلو لاندي نیولی وو او ورته ویل به یې، چې په ظلم به یې ووژني.

اول خان ويلي دي، ګومل ولسوالۍ ته په رسیدو وسله وال طالبان له موټرو ښکته شول، زما د نیولو په خوښۍ کې يې هوایي ډزې کولې، خو په موټر کې د هغوی یوه وسله لاسته راغله او  تر پنځلسو وسله وال مې پرې ووژل: «زما لاسونه یې راتړلي ول، دوی فکر کولو چې زه څه نه شم کولای، هوایي ډزې یې کولې، په موټر کې مې د طالبانو یوه وسله پیدا کړه، په نس مې بلوټ کش کړ او برید مې پرې وکړو. مړي او ټپیان پراته ول، ځینو منډې وهلې، پنځلس کسان مې ووژل، لس ټپیان دي او هغوی به هم ساه ورکړي».

اول خان وويل چې وروسته د وسله والو طالبانو په یوه هایلکس پیکپ موټر کې وتښتید، له ځانه سره یې یو راکټ او دوه کلاشنکوفه هم راوړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چي نیول شوی کس له سیمه ایزو پولیسو سره د همکارۍ په تور نیول شوی وو، چې د څیړنو پرمهال وسله لاسته ورغلي او درې طالبان یې وژلې دي.