1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره پر یوه میز خبرې اترې

شاف توماس/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ خرداد ۳۱, جمعه

د افغانستان له پاره د م.م پخوانی ځانګړی استازی، تام کونیګس وایي چې طالبان هم اوس پوه شوي دي چې په یوازیتوب په افغانستان کې حکومت نه شی کولای. هغه له ویست دویچه روند فونک سره یو مرکه کې دغه خبرې کړي دي

https://p.dw.com/p/18tW0
انځور: AP

د کونیګس په نظر د افغان حکومت د اعتراضونو سره سره، ښایي له طالبانو سره خبرې وشي، خو هغه به له سختو ستونزو سره مل وي. د یادونې وړ ده چې تام کونیګس د آلمان په پارلمان کې د زرغون د ګوند استازی دی او له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۰۷ کاله پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وو.

پوښتنه: په قطر کې د طالبانو له پاره یو دفتر پرانیستل شو. هغوی د خبرو اترو له پاره چمتو شوي دي، فکر کوﺉ چې هغوی هم اوس په دې پوه شوي دي چې د زور زیاتیو له لارې جګړه نه شي ګټلای؟

کونیګس: زه فکر نه کوم چې طالبان دې داسې فکر وکړي. خو هغوی هم باید پر یو ګڼ شمیر مسایلو باندې وغږیږي، په همدې وجه دا ښه ده چې هغوی پریکړه کړې ده چې خبرو اترو ته چمتو دي. البته په دې لاره کې ډیرې هسکي ژورې په مخکې دي.

پوښتنه: موږ د طالبانو په هکله خبري کوو، فکر کوﺉ چې هغوی رښتیا هم یو متجانسه ډله ده یعنې ټول یو رنګه دي؟

کونیګس: نه زه فکر نه کوم. که څه هم هغوی یوه واحده او متجانسه ډله نه ده، خو بیا هم هغوی لږ تر لږه یو ستراتيژیکي رهبري لري او په همدې وجه پر هغه تکیه کوي. ملا محمد عمر ښایي تر یوې اندازې پر طالب جنګیالیو واکمني ولري، له پوځي لحاظه نه، خو له معنوي لحاظه.

پوښتنه: بلې! خو ملا عمر هغه څوک وو چې د القاعدې د ترهګرې شبکې مشر اسامه بن لادن، ته یې پناه ورکړې وه، او د امريکايانو له خوا په غچ اخيستونکو عملياتو کي وشړل شو. فکر کوی چي هغه یعنې ملا عمر ته روښانه ده چې په خبرو اترو کې له امریکا متحده ایالاتو سره باید ناسته ولاړه وشي؟

کونيګس: زه فکر کوم چې هو!، خو امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې هغوی په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه وځي.  زه فکر کوم چې طالبان هم اوس پوه شوي دي چې په یوازیتوب سره په افغانستان کې حکومت نه شی کولای. سر بیره پر دې هغوی له امریکا متحده ایالاتو څخه ځیني غوښتنې لري، د بیلګی په توګه د ګوانتانامو د بندیانو خوشې کول.

پوښتنه: په کابل کې ټاکل شوی ولسمشر، حامد کرزی حکومت کوي، خو هغه اوس ګواښ کړی دی چې د دوحې په خبرو اترو کې به ګډون ونه کړي. د هغه مخالفت څه اغیزه کیدای شي ولري؟

کونیګس: زما په نظر په روانه لانجه کې درې اړخونه موجود دي: یو افغان حکومت دی، بل اړخ طالبان دي او دریم اړخ د امریکایانو په مشرۍ په افغانستان کې د ناټو ځواکونه دي. دغه درې اړخونه باید له یو بل سره خبرو اترو ته کښیني. خو په سیمه کې ځینو نور اړخونه هم شته چې باید په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي. د بیلګې په توګه د پاکستان له ملاتړ څخه پرته له طالبانو سره اوربند ممکن نه دی. دغه راز ایران هم د یوه مهم ګاوڼدي په توګه په دې خبرو اترو کې کولای شي نقش ولري.

پوښتنه: خو فکر نه کوﺉ، چې امریکایان کرزي ته ووایي چې که چیری په خپل مخالفت ټینګار کوي، نو کیدای شي د اړتیا په صورت کی پرته له هغه، له طالبانو سره خبرې اترې وشي؟

کونیګس: زه فکر کوم چې طالبان غواړي په لومړي سر کې له امریکایانو سره په يوازیتوب خبرې اترې وکړي او بیا  کیدای شي چې افغان حکومت هم په پروسه کې ګډون وکړي، څرنګه چې ویل کیږي طالبانو موافقه هم کړې ده. خو کوم شرایط چې افغان حکومت ټاکلي دي چې خبرې اترې باید د افغانستان په مشرۍ تر سره شي او طالبان د هیواد اوسنی اساسي قانون ومني، فکر کوم چې طالبان به داسې مخکې له مخکې شرایط و نه مني.

پوښتنه: تاسو څه وایاست، که چیرې دا خبرې اترې پیل شي، آیا دا به د سولې د یوې پروسې پیل وي؟

کونیګس: یوه موضوع روښانه ده چې امریکایان په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه وځي. نو له دې امله په روانه لوبه کې یو خوځښت رامنځ ته شوی دی. نو زما په نظر ډیر احتمال موجود دی چې خبرې اترې به پیل شي، خو زما باور نه راځي چې هغه دې ګړندۍ وي یا دې له ستونزو پرته وي. څرنګه چې همدا اوس لیدل کیږي، هغه به له هسکو او ژورو سره مخامخ وي. او دا چې امریکایان اصلا چمتو دي چې خبرو اترو کې ګډون وکړي، دا خبره لا تر اوسه روښانه نه ده.