1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له فرهاد دريا سره ځانگړې مرکه

نسيم صابر۱۳۸۴ آذر ۲, چهارشنبه

فرهاد دريا سږ کال د کنسرتونو په دوره راوتلی دی. په امريکا، کاناډا او ډنمارک کې يې گڼ شمېر کنسرتونه ورکړې دي او اوس په آلمان کې دی. د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو لکه هامبورگ او ايسن کې يې کنسرتونه ورکړي دي. تر ټولو وروستی کنسرت يې په فرانکفورت کې ورکړی دی چې زه هم ورغلی وم او په دې پلمه مې فرهاد دريا سره يوه مرکه کړې، د لېوالانو او مينه والو نظريات مې پوښتلي او د کنسرت ځينې سندرې او صحنې هم درته خپروم.

https://p.dw.com/p/DMq6

پوښتنه: ښاغلی دريا، مخکې له دې چې تاسو ستيج ته ولاړ شئ، تاسو څه راز يو احساس لرئ
ځواب: مخکې له دې چې ستيج ته وخېژم هغه څه راپيادېږي چې خدای راکړي دي او فقط شکر وباسم، بيا زمکه مچوم... او يو ځل خپل گرېوان کې گورم چې مې له ياده ونه وځي چې څوک يم، څوک وم، ولې او د چا لپاره سندرې وايم او بيا ستيج ته خېژم.

پ: ستاسو راز څه دی، کېدای شي ستاسو محبوبيت تر ټولو افغاني سندرغاړو زيات وي، د دې علت څه شی دی
ځ: مهراباني.......
يو شی چې ورته ځير يم د خپل ځان په قسمت کې دا دی چې زه خپل اورېدونکي او خپلو خلکو ته احترام لرم، خپل ځان، خپل کار او خپل اورېدونکي ته درناوی لرم.

پ: دلته په فرانکفورت کې به تاسو څه راز سندرې ووايئ، آيا ځوانان مستې يا آرامې سندرې خوښوي
ځ: تاسو يو څه وپوښتل چې ما هم غوښتل ووايم، ما له يو څه وخت راهيسې يو کمپاين شروع کړی دی او غواړم چې د افغانستان نننۍ موسيقۍ ته د خلکو، اورېدونکو او د موسيقۍ د کارپوهانو په مرسته ټکان ورکړم.
که گورئ له افغانستان څخه دباندې موسيقي يو مهم رول لوبوي...خو زموږ خلک داسې فکر کوي چې موزيک فقط د يو مجلس، واده يا کنسرت د تېرولو لپاره مهم رول لوبوي سره له دې چې د بهرمېشتو افغانانو لپاره موزيک د کلتور يو مهم ستن بللای شو.

پ: تاسو مخکې وويل چې غواړئ افغاني موزيک ته ټکان ورکړئ، څه راز ټکان او څه بايد تغير ومومي
ځ: همدا مې ويل، گورئ زموږ ځوانان وار په وار له افغاني موسيقۍ څخه تښتي ځکه چې افغاني موزيک هغه غورځنگ، توده وينه او په زړه پورې توب چې د ځوانانو ورته اړتيا ده، نه لري.
هره ورځ ځوانان غير افغاني موزيک ته مخه کوي، هم د افغانستان په دننه او هم د افغانستان څخه دباندې.
د دې چاره بايد وشي، هغه کسان چې موزيک جوړوي او خپروي بايد په گډه غور وکړي.