1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له لیبیا سره د مهاجرینو د کړکیچ د حل له پاره مرستې

۱۳۹۶ مرداد ۷, شنبه

ایټالیا غواړي د انساني قاچاق پر ضد مبارزه کي د لیبیا اوبو ته جنګي کښتۍ ولیږي. ایټالیا له افریقايي هیوادونو څخه د مهاجرینو د راتګ له امله تر فشار لاندې هيواد دی چي د ځینو افریقايي هیوادونو سره مرستې هم کوي.

https://p.dw.com/p/2hLpV
Libyen Flüchtlinge auf dem Mittelmeer
انځور: picture-alliance/dpa/E. Morenatti

د ايټالیا حکومت د لیبیا اوبو ته د خپلو جنګي کښتیو لیږلو ته اجازه ورکړې. د دې اقدام هدف دا دی چې د لیبیا د ساحلي ځواکونو سره د انساني قاچاق له ستونزې سره مبارزه وکړي.

د ایټالیا لومړي وزیر، پائولو جنتیلوني د جمعې په ورځ وویل چې موږ په دې اقدام سره کوم چې د لیبیا د حکومت په غوښتنه شوې، غواړو د «لیبیا له حاکمیت سره د پام وړ مرسته وکړو. موږ نه غواړو په دې عملیاتو سره د لیبیا حاکمیت ته ګوزار ورکړو.»

د جنګي کښتیو د دې تازه عملیاتو په هکله جزیات او معلومات تراوسه پورې نه دي را برسیره شوي، خو په دې هکله جنتیلوني وویل چې هیواد یې نه غواړي یو ډیر شمیر کښتۍ یا الوتکې لیبیا ته ولیږي.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د ایټالیا د پارلمان کمیسیونونه د دې عملیاتو په څرنګوالي باندې بحث او خبرې کوي. د ایټالیا لومړي وزیر جنتیلوني په دې هکله وویل چې هیله من یم چې د پارلمان غوڅ اکثریت دغه طرح تائید کړي.

د جنګي کښتیو د لیږ دغه طرح په اصل کې د انساني قاچاق سره د مبارزې له پاره جوړه شوې. په کلني ډول په سلهاوو زره مهاجرین له ګن شمیر افریقايي هیوادونو څخه ایټالیا او اروپا ته حرکت کوي. دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا حکومت ویلي چې حکومت هیڅکله هم د خپل هیواد ساحلونو ته د ایټالیا د جنګي کښتیو د لیږلو غوښتنه نه ده کړې.

د لیبیا لومړي وزیر فایر مصفي السراج، د پنجشنبې په ورځ د یوې حکومتي بیانیې په خپرولو سره د ایټالیا لخوا د لیبیا په خاوره کې د جنګي کښتیو او الوتکو د لیږد د تقاصا ادعا رد کړه. په دې اعلامیه کې د السراج په حواله راغلي چې دغه راز «ادعا» په بشپړه توګه «بې اساسه ده» او د لیبیا ملي حاکمیت هغه سره کرښه ده چې هیچا ته یې د تیریدو اجازه نه ورکول کیږي.

په دې بیانیه کې همدا راز راغلي چې طرابلس او روم یوازې په داسې یوه طرح او پروګرام سره سلا شوي چې پر تصویب سره یې وکولای شي د لیبیا ساحلي ګارډ ته روزنه او تجهیزات ورکړل شي، د مهاجرینو ژوند وژغورل شي او د خلاف کارو [یعنې انساني قاچاقبران] سره مبارزه وشي.

د لیبیا لومړي وزیر سراج په دې حکومتي بیانیه کې همدا راز زیاته کړې چې هغه د ایټالیا له حکومت څخه یوازې د لیبیا په جنوبي برخه کې د ساحلي ساتونکو ځواکونو سره د مرستو او د څار د بریښنايي سیستم د لیږلو غوښتونکی دی.

ایټالیا اوسمهال خپلې خاورې ته د ګڼ شمیر مهاجرینو د راتګ له امله تر ډیر فشار لاندې ده او غواړي چې د انساني قاچاقبرانو سره د مبارزې، ترهګرۍ، د مخدره توکو د چاقاق او د پولو د خوندي کولو له پاره له ګڼ شمیر هیوادونو او په ځانګړې توګه له مالي هیواد سره هم له نږدې نه همکاري او مرستې ولري.

د دې سربیره، ایټالیا له مالي هیواد سره د تخنیکي همکاریو او پرمختګ په هکله هم د مرستو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې دوی به د مالي هیواد د ثبات له پاره هڅې وکړي.

ویل کیږي چې مالي هیواد به په راتلونکي کې د چاد، لیبیا او نیجر هیوادونو سره د همغږۍ په یوه مرکز کې هم مرسته وکړي. د همغږۍ د دې مرکز جوړیدو څخه هدف په دې سیمه کې د انسانانو له قاچاق، ناقانونه مهاجرت، ترهګري او د پولو د امنیت په برخه کې مرسته کول دي.

دغه مرکز د مې میاشتې په ۲۱ نیټه د ایټالیا په پلازمینه روم کې پرانیستل شو. په دې مرکز کې د غړو هیوادونو استازي په دوامداره او منظمو ناستو سره یو له بله سره مرستې کوي. ټاکل شوې چې راتلونکې ناسته به د اګست میاشتې په وروستیو کې په روم کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې هم د انسانانو د قاچاق او د مهاجرینو د شمیر د راټیټولو له پاره د ۴۶ میلیونو یورو مرستې اعلان کړی. دغه مرستې د ایټالیا د حکومت په چوکاټ کې د لیبیا هیواد له پاره ځانګړې شوي ترڅو وکولای شي خپلې پولې لا ښې وڅاري او خوندي یې کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله، فدریکا موګریني په دې هکله وویل چې «دغه ټولنه به هڅه وکړي چې په لیبیا کې روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي او له دې حکومت سره مرسته وکړي ترڅو د مهاجرینو له راتګ او په اوبو کې د دوی له غرقیدو مخه ونیول شي.» نوموړې همدا راز وايي چې دوی به اجازه ورنکړي چې بشري حقونه ترپښو لاندې شي او د دې کار له پاره به حکومتونه ډیرې هڅې وکړي او دوی باید د دې سربیره د انساني قاچاق له شبکو سره هم مبارزه وکړي.