1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مسلکي زده کړو سره د مهاجرو علاقه مندي ډیره سوې ده

۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

په جرمني کي ځوان مهاجرين تر پخوا ډیر د مسلکي زده کړو تصمیم نیسي. له دې سره بیا تر ټولو ډیر د افغان مهاجرو علاقه مندي ډیره سوې ده.

https://p.dw.com/p/2vlor
Bildergalerie Katholikentag Münster 2018 | DB Check-Up für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

که هغه د یوې کارخانې د میز تر شا او یا هم د کمپیټر د میز تر شا وي، ځوان مهاجرین په جرمني کي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د مسلکي زده کړو تصمیم نیسي.

د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر په اخره کي له اتو مهمو هغو هیوادونو څخه، چي تر ټولو ډیر مهاجر یې راغلي دي، ۲۷۶۷۸ کسانو یوه د مسلکي زده کړو دوره پای ته رسولې وه. دغه مطلب الماني خبري آژانسdpa د جرمني د کار پیداکولو ادارې د یوې خاصي ارزیابۍ د ارقامو پراساس ورکړئ دی. نوموړي ادارې ویلي دي، چي دغه رقم د تیر عیسوي کال په نسبت ۱۵۴۰۰ تنه او د ۲۰۱۵م کال د مني په نسبت حتی۲۱۰۰۰ تنه اضافه ښيي.

د نوموړي ادرې یوه ویاند دغو لوړو ارقامو ته په کتو سره ویلي دي، چي عملأ ډیر ځوان مهاجر د مسلکي زده کړو په اهمیت باندي پوهیږي. دغه ویاند اضافه کړي دي، چي:«اکثره مهاجرین دا احساسوي، چي تر یوه لنډ مهاله کار پیداکولو ورته یو مسلکي تعلیم د هغه د راتلونکي له پاره ډیر امکانات په اختیار کي ورکوي.» د ده په خبره، له بله طرفه شرکتونه او مؤسسې هم د ځوانو مهاجرو په منځ کي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره بالقوه پوتنسیال ویني، چي د مسلکي کارگرانو او کارکوونکو خالي ځايونه یې ورډکوي.

له مسلکي زده کړو سره تر ټولو ډیره علاقه مندي په اول قدم کي د افغان مهاجرو (۹۹۶۴ تنه)، په دوهم قدم کي د سوريایانو(۸۲۱۶ تنه)،بیا عراقیان(۲۸۴۴ تنه)،بیا اریتریایان(۲۲۰۳ تنه)او وروسته ایرانیانو(۱۷۶۰ تنه) ډیره سوې ده.

ددغه رپوټ پراساس تر ۲۲۰۰ تنو اضافه مهاجرو د موټر په تخنیک، تقریبأ ۱۷۰۰ تنه د نرسنگ په رشته او ۱۶۰۰ تنو د برق په تخنیک کي مسلکي زده کړي پیل کړي دي. همدرانگه ویل سوي دي، چي په تیر سپټمبر کي تقریبأ ۱۴۰۰ ځوان خارجیان د ډاکټرانو په معاینه خانو کي د نرسانو او همکارانو، ۱۳۰۰ تنه د پلورونکو او تقریبأ ۱۲۰۰ تنو نورو د نل دوانۍ په رشته کي په کامیابۍ سره مسلکي زده کړي پای ته رسولي دي.

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:( 21.03.2018 )