1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ملاعمر سره د اړيکو په لټه کي یو»

۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبه

د افغانستان د سولي عالي شورا وایي چي له دوو کلونو راهیسي د طالبانو له مشر ملا عمر سره د اړیکو د ټينګولو په لټه کي دي خو تر اوسه پوري ئې په پيدا کېدو بریالي شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/16Pjo
انځور: picture-alliance/dpa

د دغي شورا د جوړیدو هم شاوخوا دوه کاله کيږي، خو مشران ئې وایي چي د طالبانو له ځينو مهمو غړو سره ئې په دغه موده کې اړیکي ټینګي کړي دي.

د سولي د عالي شورا د بهرنیواړیکو مشر اسماعیل قاسمیار نن(۲۰۱۲کال د اکتوبر۱۴) په کابل کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وویل، چي له طالبانو سره سوله کومه اسانه خبره نه ده او په دغه برخه کې اوږده او له کړاونو ډکه لار په مخ کي ده.

هغه وايي د ملاعمر د اړیکو په تمه دي او له پینځه ویشتو میاشتو راهیسي ئې په لټه کي دي:

«له طالبانو سره د سولي لار له ستونزو او کړاونو ډکه ده، دا اسانه کار نه دئ، له ملا عمر اخند سره مو تر اوسه خبري اتري نه دي کړي، د هغه له نزدې کړۍ سره مو تراوسه خبري نه دي کړي، خو دا په دې معنی نه ده چې موږ له هغه سره نیغي او غیر متستقیمي اړیکي نه دي لرلي.»

که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره د سولي له پاره په لسونو لويي او کوچنۍ شوراګاني جوړي کړي دي، خو له مقابل لوري په دغه برخه کې تر اوسه نرمښت نه دئ ښوول شوی.

د سولي عالي شورا پر چارو باندي ځکه نیوکي کیږي چې د منتقدینو په خبره تر اوسه ئې د هڅو پایلي نه دي روښانه او داسي کوم کار ئې هم نه دی کړی چي د سولي له پاره ګټوره وبلل شي.

خو قاسمیار وایي چي تر اوسه پوري ئې په سونو تنه نارضیان له وسله وال بغاوت څخه را ګرزولي او د ژوند له عادي بهیر سره ئې یو ځای کړي دي.

د سولي د عالي شوا د بهرنیو اړیکو مسئول دا هم وایي چې اوس دغي شورا د سولي له پاره د خلکو او د ټولني د بېلا بېلو ډلو غښتلی ملاتړ لري او دا له تیر هغه سره د پرتلې وړ نه دئ:

«نن موږ د تیر په پرتله د مخورو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، ښځو او د ټولني د نورو مدني او فعالو ډلو ملاتړ له ځان سره لرو، دا ملاتړ د دې څرګنوی دئ، چې موږ انشالله خپلو موخو ته د خلکو په ملاتړ نزدي شوي یو.»

افغان دولت له څو کلونو راهیسي په دې لټه کي دئ چې وسله وال طالبان د سولي او خبرو اترو له لاري له موجود سیاسي جریان سره یو ځای کړي، خو په دغه برخه کې تر اوسه پوري د کوم مهم پرمختګ څرک نه لګیږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل