1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرو سره د هنګري د ناوړه چلن په هکله د اروپا شورا نیوکه

۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعه

د اروپا شورا له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د هنګري پر ناړوه چلن انتقاد کړی دی او له بودا پست یې غوښتي دي چې ژر د هغوی په وضعیت کې د ښه والي راوستو له پاره لاس په کار شي.

https://p.dw.com/p/3Izts
Europa Migration l Flüchtlinge l Ungarisch-Serbische Grenze
انځور: Getty Images/AFP/C. Segesvari

د اروپا شورا د بشري حقونو کمیسارې دونیا میاتوویچ، ویلي دي: «په هنګري کې د بشري حقونو له موازینو سرغړونه، د پناه غوښتنې پر ټول سیستم او د قانون پر حاکمیت منفي اغیز لري.»

په هغه راپور کې چې میاتوویچ په فيبروري میاشت کې هنګري ته تر سفر وروسته خپور کړی دی راغلي دي: «باید په عاجل ډول دغه وضعیت ته رسیدګي وشي.» د دغه ۳۷ مخیز رپوټ اصلي موضوعات په هنګري کې د مهاجرو بشري حقونه، د قضایي سیستم بې پریتوب او د نارینه او ښځې تر منځ برابري جوړوي.

میاتوویچ له هنګري څخه د مهاجرو پر وړاندې د سختو قوانینو د جوړیدو له کبله انتقاد کړی او ویلې یې دي چې له دې کبله د مهاجرو ادغام کمزوری کیږي. هغې په ټینګار سره د هنګري له چارواکو غوښتي دي چې د مهاجرو ضد څرګندونو څخه لاس واخلي او د زیات شمیر مهاجرت له کبله د بیړني وضعیت مقررات لغوه کړي. د میرمن میاتوویچ، له نظره هغه شمیر مهاجرو ته په کتو سره چې اوس هنګري او اروپا ته داخلیږي دغه مقررات د توجیه وړ نه دي.

د اروپا د شورا د بشري حقونو کمیسیارې د هنګري له چارواکي غوښتي دي چې د پناه غوښتونکو د بندي کولو پر ځای دې له نورو لارو چارو استفاده وکړي. هغې یادونه کړې ده چې «د ترانزیت په سیمو کې نیول شوو ډیرو مهاجرو ته له ډوډۍ ورکولو ډډه شوې او دغه چلن باید په چټکۍ ودرول شي.»

میاتوویچ، دې موضوع ته هم اشاره کړې ده چې له سربستان سره د دغه هیواد په پولو کې په دوو ترانزیتي سیمو کې نړیوال خوندیتوب ته د مهاجرو د لاس رسۍ د امکاناتو مخه نیول کیږي او په خبره یې بوداپست باید په دې برخه کې لازم امکانات د مهاجرو په اختیار کې ورکړي.

هغې یادونه کړې ده چې په دې هکله یې ډیر راپورونه تر لاسه کړي دي چې پولیس د بهرنیو اتباعو د اخراج پر مهال په مکرر ډول له زورزیاتي څخه کار اخلي.

همداشان میرمن میاتوویچ، په سیستماتیک او نه منلو وړ ډول د زړو او کوچنیانو مهاجرو په نیولو او قانوني امکاناتو ته د هغوی د نه لاس رسي له کبله سخت انتقاد کړی دی.

هغې ویلي دي چې په هنګري کې د قانون جوړونکو سخت اقدامات د دې سبب شوي دي له غیر دولتي مرستندویه سازمانونو سره هم یو ډول د مجرم په شان چلن وشي: «د دغه اقداماتو ادامه پر غیردولتي سازمانونو ناامیده کوونکي اغیز لري. بندیزونه به بالاخره د بشري حقونو د مدافعینو او غیر دولتي مرستندویه سازمانونو له پاره ناوړه عواقب ولري.»

میاتوویچ همدشان پر هنګري باندې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې انتقاد کړی دی: «په سختۍ سره کیدای شي د دغه هیواد په سیاسي صحنه کې ښځې وموندل شي.»

دغه رپوټ ترمخه زموږ همکارې رسنۍ «انفو مایګرانتس» کې خپور شوی دی.