1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

له موسمي خفګان سره څه رنګه مقابله وکړو؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د موسمي خفګان په اړه او په آلمان کي د دخانياتو له پاره کم تبلیغات او هغه انتی بیوتیک چې د زړه قاتل دی تاسی ته طبي وروستي معلومات وړاندې کوو.

https://p.dw.com/p/3PoDo
Symbolbild Depression
انځور: picture-alliance/dpa/Chromorange/C. Ohde

خلق او د مزاج ګډوډي يو ډول زړه تنګوالی دی چې په انسانانو کې د موسم په بدلون سره ځان ښکاره کوي او د علایمو ښکاره توب یې ډير کله د مني او ژمې په موسم کې ليدل کيږي. يا هغه مهال چې ورځې لنډې او سړې شي.

د ميديکال نيوزتودې د رپوټ او د امریکا د روغتيا ملي موسسي د اعلان له مخې په خفګان اخته کيدلو فکتورونو کې، سن، جنس او د استوا له خط څخه واټن اغیز لري.

د مزاج په گډوډۍ باندي اخته کسان کولی شی دغه نخښې او علامې په پراخه کچه تجربه کړي. خو ځينې ډيرې پيښې يې د ستړیا احساس، د خوی او مزاج خرابوالی، له اندازي ډير خوب، له خلکو سره په فردي اړيکو کې ستونزې او خوږو خوړو ته ډيره اشتها کولی شی وزن تر حد ډير کړي.

که چيرې دغه علايم او نخښې دوه کاله دوام وکړي، نو هغه کس بايد له روان پيژندونکو څخه مرسته وغواړي. سره له دې د روان پيژندونکو په وينا د دغو علايمو په ښکاره کيدلو سره، د کنترول له پاره يې لارې چارې شته.

لکه څنګه چې د مني او ژمي په موسم کې د ورځو لنډوالی، په خفګان د اخته کيدلو اصلي لاملونه دي، نو روان پيژندونکي سپارښتنه کوي چې د ورځي په ساعتونو کي د لمر له رڼا څخه ګټه واخلئ. د کال په سړو میاشتو کې د لمر د رڼا کمښت کيدلی شي د بدن په بيولوژيکي جوړښت کې د تنظيم او سمون له منځه تللو سبب شي او د سروتین سطحه یا (مغزو ته د کيماوی مادې انتقال، چې ستاسي خلق او خوي تنظيموي) او هورموني ملاتونين چې خوب، خلق او خوی تنظیموی) کچه ټيټه کړي.

ورسره بيا د لمر وړانګو کمښت، په بدن کې ويټامين D کموي. د دغه ويټامينو کمښت په بدن کې د ستړيا او په خفګان د اخته کيدلو سبب دې چې د کال په سړو موسمونو کي د سختو سردردیو سبب کیږي.

د لمر له وړانګو پرته د درملني نورې وړانګې چې د خاصو څراغونو څخه د شعاع اخيستلو له لارې دي د روان پيژندونکو له خوا يې سپارښتنه کيږي. دغه دستګاوي د لمر رڼا په څير اغيز لري او کولې شی په مغزو کې د خلق او خوي کیماوی توکي تنظيم کړي. سره له دې د دغه دستګاو، رانيولو تر مخه له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.

دغه راز له ستړيا او خفګان څخه د خلاصون لار کيدای شي ستاسي د خوړو په پشقاب کې وي. موسمي خفګان، هغه خوړو ته اشتها زياتوي چي سړی چاغوي. بیا په خاصه توګه خواږه خواړه. نو کوښښ وکړئ خپل د خوړو پشقاب د سالمو خوړو، لکه کب، تیاره رنګه او پاڼې لرونکی سابه او دالو څخه ډک کړئ.

هڅه وکړئ چي په ورځ کې ضرور مڼې، ژړ کدو، تريخ شکلات، بادنجان او کيله وخورئ او هم مساله جات لکه کورکمن او دارچین څخه ګټه واخلئ.

له ياده مه باسئ چې د منې او ژمې په مياشتو کې منظم ورزش په بدن کې د شپې او ورځې د اعتدال سبب کيږي. د امريکا متحده ايالاتو د روان پيژندنې ټولنه موسمي خفګان باندې اخته کسانو ته سپارښتنه کوي چې له خپلو کورنيو او دوستانو سره په اړيکه کې اوسی.

له هغوی سره يو ځای شئ او خپل د باور له کسانو سره د خپلو تجربو او ناخوښيو په اړه وغږيږي. برسیره پر دې دا ثابته شوې چې د درملنې پيژندل او ورسره چلند په دغه ډول ناروغيو کي اغيزمن دي.