1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ناټو د بشپړ امنيتي مسئوليت اخيستل ولمانځل سول

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ دی ۱۱, پنجشنبه

افغان ځواکونو د ټول هيواد امنيتي مسئوليت د پنجشنبې په ورځ له بهرنيو ځواکونو څخه واخيست. دا په داسي حال کي ده چي يوه ورځ دمخه ملي اردو په هلمند کي پر يوه واده باندي د هوانونو په توغلو سره تر ۲۵ زيات ملکي وگړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1EDqY
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

جمهور رئيس محمد اشرف غني د پنجشنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ لومړۍ) په کابل کي د بشپړ امنيتي مسئوليت د پرغاړه اخيسلو په اړه په وينا کي افغان امنيتي ځواک ته مبارکي ورکړه، چي د هيواد د دفاع بشپړه مسئوليت پرغاړه اخلي.

هغه د خپلي وينا په پيل کي وويل: «زه نن خپلو خلکو ته مبارکي وايم، چي پوځ مو اوس د دې وړتيا لري چي د خپلي خاوري او حاکميت د بشپړه ساتني مسئوليت پر غاړه واخلي.»

غني د خپلي وينا په پيل کي دغه راز له پخواني جمهور رئيس حامد کرزي څخه هم مننه وکړه، چي دا د هغوی د هڅو نتيجه ده چي افغان امنيتي ځواک د هيواد بشپړ امنيتي مسئوليت ته اوږه ورکوي:

«دا چي د افغانستان حاکميت په بشپړه توگه بېرته د افغانانو لاس ته ورځي، دا ستاسو د هلوځلو نتيجه ده.»

غني له دباندنيو ځواکونو، او د هغوی له قربانيو څخه مننه وکړه چي په دغه ۱۳ کلن ماموريت کي ئې په خپلو وينو سره د افغانستان د سوکالۍ او ثبات له پاره مبارزه وکړه.

افغان امنيتي ځواک په داسي حال کي د ټول هيواد بشپړ امنيتي مسئوليت ته اوږه ورکوي، چي د چهارشنبې په ماښام ئې د هلمند ولايت په سنگين ولسوالۍ کي پر يوه واده باندي د هوانونو په توغولو سره نزدې ۲۶ کسان وژلي او تر ۴۰ زيات ټپيان کړي دي.

په هلمند کي د ۲۱۵ اتل قول اردو ملکي مرستيال محمود، ويلي دي چي د سنگين ولسوالۍ پر هغه کلي باندي چي دغه واده پکښي وو له درو اړخونو هوانونه توغول سوي دي.

هغه ويلي: «زموږ د معلوماتو له مخي دغه هوانونه زموږ عسکرو توغولوي دي. خو موږ نه پوهيږو چي آيا دغه کار ئې قصدي کړی دئ، که څرنگه.»

بله خوا د واده د کورنۍ غړو په لښکرگاه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي، چي دغه د بوستانزو حوزې د بيان زور کلی د وسله والو طالبانو په لاس کي دی. د طالبانو دغه کار د افغان ملي اردو بللی او غندلی دی.