1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له وردگو دي ځانگړي امريکايي ځواکونه ووځي»

نجيب الله زيارمل (dpa,afp)۱۳۹۱ اسفند ۷, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي له وردگو ولايت څخه د ځانگړو امریکايي ځواکونو د وتلو امر کړی دئ. هغه ويلي دي چي امريکايي ځواکونه بايد د دوو اوونيو په جريان کي له دغه ولايت څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/17l4z
U.S. Army soldiers with Charlie Company, 36th Infantry Regiment, 1st Armored Division set up at a supportive position during a mission near Command Outpost Pa'in Kalay in Maiwand District, Kandahar Province, February 3, 2013. REUTERS/Andrew Burton (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY CONFLICT)
Symbolbild Afghanistan USA Truppenabzugانځور: Reuters

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۲۴) وويل، چي د دغه امر دليل په وردگو ولايت کي د «ځانگړو امريکايي ځواکونو او د هغوی په دستور د جوړو سوو غير قانوني وسله والو ډلو» له خوا د خلکو زهيرول دي.

ولسمشر کرزي په کابل کي د امنيت شورا په غونډه کي د دفاع وزارت ته لارښوونه کړې ده چي د وردگو ولايت څخه د دوو اونيو په جريان کي ځانگړي امريکايي ځواکونه او د هغوی له خوا جوړي سوي غير قانوني ډلي وشړي.

د کرزي په خبري دغو ځواکونو او د هغوی انډيوالانو د وردگو ولايت «بې امنه او بې ثباته» کړی دئ.

د کرزي د وياند په خبره د دغه ولايت ډيری اوسېدونکو په کابل کي افغان حکومت ته په دغه ولايت کي د بې ځايه نيونو او بې اجازې د کورونو د تلاښيو په اړه شکايتونه کړي ول. د هغه په خبره تر څېړنو وروسته افغان ولسمشر دغه پريکړه کړې ده.

له افغانستان څخه د ناټو په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د وتلو پلان ته څه کم دوه کاله پاته دي او د کابل او واشنگټن تر منځ په اړيکو کي ورځ تر بلي تلوسه ډيريږي.

د رواني مياشتي په نيمايي کي افغان ولسمشر حاکد کرزي خپل امنيتي ځواک ته امر وکړ چي د پوځي عملياتو پرمهال به له بهرني هوايي ځواک څخه مرسته نه غواړي.

هغه دغه لارښوونه وروسته له هغه وکړه، چي د بهرنيو ځواکونو په هوايي يرغل کي په کونړ ولايت کي څو تنې ښځي او کوچنيان ووژل سول.

په لومړي غبرگون کي امريکايي ځواکونو ويلي دي، چي سړی بايد ټول تورونه جدي ونيسي. ټول بايد له بېخه وڅېړل سي. په دې اړه نور معلومات به له افغان حکومت سره تر خبرو وروسته روښانه سي.

د وردگو ولايت په امنيت ساتلو کي چي د کابل کندهار پر لويه لاره باندي پروت دئ، افغان امنيتي ځواک سختي ستونزي لرلې.

پردغه لار به هره ورځ کندهار ته تلونکي لارۍ موټرو ته اور اچول کيدئ او انسانان به وژل کېده.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري ټول جنگي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هيواد امنيتي چاري يوازي افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي.

د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما څو ورځي وړاندي اعلان وکړ، چي د ۲۰۱۴ کال تر لومړيو پوري به ۳۴۰۰۰ سرتيري له افغانستان څخه وباسي.