1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه باید «ابزاري گټه پورته» نه شي

مسعود جهش (شامل شمس)۱۳۹۳ آبان ۱۳, سه‌شنبه

په وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان تر منځ سرحدي شخړې ډیرې شوې. ایران پر پاکستان باندې تور لگوي چې د دغه هیواد په ختیځ کې له پولې څخه سنې افراطي یاغیانو ته اجازه ورکوي چې ایران ته وراوړي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

https://p.dw.com/p/1DgUb
انځور: edaalatnews.blogspot.de

تیره میاشت ایراني امنیتي ځواکونه د پاکستان خاورې ته ننوتل ترڅو له دغو یاغیانو سره وجنگیږي. دا د دې سبب شوه چې هغوی له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان همدا اوس پر خپلې ختیځې پولې له هندوستان سره په نښتو بوخت دی او له افغانستان سره یې هم اړیکې دومره ښې نه دي.

د هایدلبورگ په پوهنتون کې د سویلي اسیا په انستیتیوت کې روزونکی زیگفرېد وولف، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د هغه په اند د دې امکان شته چې سنې افراطي ډلې دې د پاکستان د پوځ او دولت له ملاتړ پرته عملیات وکړي. خو هغه ټینگار کوي چې که پاکستان غواړي چې له خپلو گاونډیو سره اړیکې ښې کړي نو باید د یاغیانو پر وړاندې په اخلاص سره مبارزه وکړي.

د هایدلبورگ په پوهنتون کې د سویلي اسیا په انستیتیوت کې روزونکی زیگفرېد وولف
د هایدلبورگ په پوهنتون کې د سویلي اسیا په انستیتیوت کې روزونکی زیگفرېد وولفانځور: Siegfried Wolf

وولف وویل چې پاکستان له ایران سره د مخامخیدو لیوالتیا نه لري او له همدې کبله د دې امکان چې افراطیان دې د دغه هیواد د پوځ او یا هم استخباراتي سازمان تر کنترول لاندې پر ایران بریدونه وکړي، لږ دی.

هغه زیاته کړه: «پاکستان اوس له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې له یاغیانو سره په جگړه بوخت دی. پر دې سربیره د دې هیواد پوځ هم په کشمیر کې له هندي ځواکونو سره وخت نا وخته نښتې کوي. له همدې کبله په سویل لویدیځ کې د یوې بلې نښتې پیلول عاقلانه کار نه دی.» د اسیا دغه کارپوه زیاته کړې ده: «زما په نظر د ایران ادعاوې سمې دي، خو داسې بریښې چې یاغیان د اسلام آباد په اشاره بریدونه نه ترسره کوي.»

د وولف په نظر دا روښانه ده چې پاکستان پخوا په خپله خاوره کې د افراطیانو د فعالیتونو د مخنیوي له پاره کافي اقدامات نه ترسره کول خو هغه شک څرگند کړ چې اوس دې اسلام آباد پر دغو یاغیانو باندې کنترول ولري: «داسې ښکاري چې په بلوچستان کې میشت د شیعه گانو ضد افراطي ډلې د پاکستاني چارواکو تر پیاوړي ملاتړ پرته خپل عملیات پر مخ یوسي. دا باید هیره نه شي چې په بلوچستان کې ډیر بیلتون غوښتونکي خوځښتونه په فعالیت بوخت دي. نو د دې امکان هم شته چې سیمه ییز امنیتي چارواکي د ایران ضد فعالیتونه له نظره غورځوي.»

د نفوذ پر سر سیالي

ایران او سعودي عربستان سره ښې اړیکې نه لري. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان سعودي عربستان ته ډیر نزدې دی. ان داسې تورونه هم شته چې سعودي عربستان، له پاکستان څخه په غیر مستقیمه توگه د ایران پر وړاندې دریځ نیسي. وولف هم دغو تورونو ته اشاره کوي او وایي چې کیدای شي پاکستان له ریاض څخه په دې برخه کې مالي مرستې ترلاسه کړي.

بله موضوع چې پاکستان او سعودي عربستان سره ډیر نزدې کوي په دغه هیواد کې د اوسني پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف، د تبعید وخت تیرول دي. د وولف په نظر که څه هم شریف د خپل هیواد د انرژۍ په اړه اندیښمن دی او نه غواړي چې داسې کار وکړي چې له کبله یې د اسلام آباد او تهران د انرژۍ گډې پروژې له گواښ سره مخامخ شي، خو هغه په عین حال کې پر دې هم ټینگار کوي چې اسلام آباد په هیڅ صورت د ریاض د ناراضه کولو اراده هم نه لري: «د پاکستان نړیوالې او سیمه ییزې اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پیچلې کیږي. د ایران او امریکا د لا نزدې کیدو امکان، د چین او روسیې نزدې والی، د تهران او دهلي همکاري او د افغانستان د وضعې بدلیدل په سیمه کې د بدلونونو څرگندويي کوي.» وولف زیاتوي: «د پاکستان اداره له دغو بدلونونو ناخوښه ده. دغه وضعه کیدای شي چې اسلام آباد، ریاض ته لا نزدې کیدو ته اړ کړي.»

«زما په نظر د ایران ادعاوې سمې دي، خو داسې بریښې چې یاغیان د اسلام آباد په اشاره بریدونه نه ترسره کوي.»
«زما په نظر د ایران ادعاوې سمې دي، خو داسې بریښې چې یاغیان د اسلام آباد په اشاره بریدونه نه ترسره کوي.»انځور: MEHR

ایران او سعودي عربستان دواړه هڅه کوي چې په سیمه کې ډیر نفوذ ولري. سعودي عربستان دغه نفوذ په هیوادونو کې د سني دولتونو په واک کې ویني. په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راپرځیدو او په عراق کې د صدام حسین له نسکوریدو سره ایران توانیدلی دی چې د نړۍ په دغو برخو کې خپلې منگولې لا خښې کړي.

خو وولف وایي چې که پاکستان غواړي د دغو دوو هیوادونو په سیالۍ کې ورڅخه ابزاري گټه پورته نه شي نو باید د «ښو او بدو طالبانو» تر منځ توپیر و نه کړي او دا مفکوره چې کیدای شي له اسلامپاله افراطي یاغیانو سره همکاري او مذاکره وشي له منځه یوسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب