1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان څخه به د افغان کډوالو تلل پر اقتصاد څه اغیز ولري؟

۱۳۹۴ شهریور ۲۱, شنبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د افغان کډوالو د پاتې کیدو د مودې د غځولو مخالفت کړی دی، خو د دغه ایالت سوداگره طبقه وایي چې د افغان کډوالو تلل به پر اقتصاد منفي اغیزه وکړي.

https://p.dw.com/p/1GVXe
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو بهبر
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو بهبرانځور: Reuters/F. Aziz

د پاکستان او افغانستان تر منځ په اړیکو کې د لوړوالي او ژوروالي اغیز په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو وخت په وخت احساس کیږي. د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني، ویلي دي: «مرکزي حکومت دلته د میشتو افغان کډوالو د پاتې کیدو مودې د غځولو په برخه کې ایالتي حکومت سره مشوره نه ده کړی. زیاتره افغان کډوال په خیبر پښتونخوا ایالت او د هغې په قبایلي سیمو کې میشت دي چې پر اقتصاد باندې یې ناوړه اغیز پریښی او د ترهگرۍ په یو شمیر پيښو کې نیول شوي کسان هم افغان کډوال دي. نو له دې کبله باید هغوی په باعزته طریقه بیرته ولاړ شي.»

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې په پاکستان ۱،۵ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال اوسیږدي او ښایي د غیر راجستر شوو کډوالو شمیر هم تر یو میلیون زیات وي. د دغوکډوالو کابو ۷۰ سلنه په ښارونو او کلیو کې ژوند کوي او باقي پاتې نور بیا په دغه هیواد کې په ۷۵ کمپونو کې میشت دي.

ه ښاري سیمو کې میشت افغانان بیلابیل کاروبار کوي. ډیر شمیر افغانان د غالۍ جوړولو، هوټلونو، ترانسپورت، د وچې میوې او کالیو له کاروبار سره تړلي دي. دغه خلک د پاکستان حکومت ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توگه بیلا بیل ډول مالیې هم ورکوي.

له پيښور څخه د دویچه ویله خبریال د پیښور ښار د «انجمن تاجران» یا سوداگرو د ټولنې مشر مجیب الرحمن له قوله لیکلي دي: «په زوره به د افغانانو ایستل [له پاکستان څخه] خطرناکې پایلې ولري.» د هغه په خبره له یو اړخه پاکستان منځنۍ آسیا ته د لاس رسۍ په هڅه کې دی او له بل اړخه د افغانانو په تنگولو سره دغې ټولې لارې بندول کیږي: «له افغانستان سره تر پنځو میلیاردو ډالرو زیاته سوداگري کیږي او غیر رسمي سوداگري تر دې هم لوړه ده. که چیرې افغانان داسې وایستل شي نو هغه په منفي اغیز ولري.»

د پاکستان په پوله کې افغان کډوال له خنډونو سره مخامخ دي
د پاکستان په پوله کې افغان کډوال له خنډونو سره مخامخ ديانځور: AP

د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور کې د تیر کال دسمبر میاشت کې پر یوه ښوونځي تر برید وروسته د «نیشنل ایکشن پلان» یا د اقداماتو د ملي پلان په ترڅ کې د افغان مهاجرو پر ضد اقدامات وشول. په دغه ترڅ کې تر اوسه له سلو زرو څخه زیات افغانان بیرته خپل هیواد ته واستول شول.

پاکستان د ملگرو ملتونو او افغانستان په غوښتنه دوه کاله تر مخه په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده غځولې وه چې د روان کال په پای کې دغه نیټه ختمیږي. ویل کیږي چې دغه موده د دوو نورو کلونو له پاره هم غځول شوي ده خو په دې شرط چې د دغو دوو کلونو په ترڅ کې به راجستر شوي او غیر راجستر شوي افغان کډوال بیرته خپل وطن ته ستنیږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت سوداگري ټولنه وایي چې اوس د افغانستان په ډیر شمیر سیمو کې نسبي امن شته، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه په خپل هیواد کې د هغوی د میشت کولو له پاره مرسته وکړي.