1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان څخه د سرحدي پوستو په اړه د معلوماتو د شریکولو غوښتنه وشوه

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

یوه امریکایي پوځي چارواکي له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان پولې ته څیرمه د خپلو پوځي پوستو په اړه معلومات له امریکا سره شریک کړي. دغه چارواکي ویلي چې د معلوماتو شریکول به په راتلونکې کې د سؤ تفاهمونو څخه مخنیوي وکړي.

https://p.dw.com/p/13Zcm
د ناټو د وروستي هوایي برید وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې خړې شوي دي
د ناټو د وروستي هوایي برید وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې خړې شوي ديانځور: AP

تیره میاشت د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغې پیښې د پاکستان غوسه راوپاروله او له متحده ایالاتو سره د دغه هیواد اړیکې یې لا ډیرې خړې کړې.

امریکايي جنرال، جیمز متیس، د دوشنبې په ورځ په یوې بیانې کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان پولې ته څيرمه وروستۍ پیښه ښیي چې پاکستان او متحده ایالات باید لا ډیر معلومات سره شریک کړي. هغه زیاته کړې چې دواړه هیوادونه باید پر یو بل لا ډیر اعتماد وکړي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي شبکې هم د شپږو اونیو را په دیخوا په پاکستان کې د خپلو بې پیلوټه الوته پر عملیاتو بندیز لګولی دی. دغه خبر د لاس انجلس تایمز ورځپاڼې خپور کړی دی.

د جیمز متیس خبرې د متحده ایالاتو په یوې دولتي پوځي ویب پاڼې کې خپرې شوي دي. په دغې ویب پاڼې کې همدا راز د نومبر د میاشتې د ۲۵ نیټې د پیښې په اړه یو لومړنی رپورټ هم خپور شوی دی. په پیښه کې ۲۴ پاکستاني سرتیرو وروسته له هغې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ناټو یوې الوتکې ورباندې ډزې وکړې.

تر پیښې وروسته پاکستان د ناټو پر قطارونو خپله پوله وتړله، د افغانستان په اړه د بن کنفرانس یې بایکاټ کړ او د متحده ایالاتو څخه یې وغوښتل چې په دغه هیواد کې خپله هوایي اډه وتړي.

د پیښې په اړه په خپور شوي لومړني رپورټ کې راغلي چې امریکایي پوځیان د پاکستاني د پوځي پوستې په پیژندلو کې پاتې راغلې ول. رپورټ کې همدا راز ویل شوي چې امریکایانو د برید وړاندې د پاکستاني پوځي چارواکو څخه هم اجازه تر لاسه کړې وه.

امریکایي چارواکو د دغې پیښې لامل د پاکستان او امریکا تر منځ بې اعتمادي په ګوته کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د متحده ایالاتو له خوا خپور شوی رپورټ رد کړی. د دغه هیواد د پوځ ویاند خو بیا ویلي چې په خپور شوي رپورټ کې حقایق نه دي ښودل شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم