1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پناه غوښتونکو سره ۶ ميليارده يورو مرسته

۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

د آلمان اتحادي گوندونو او سوسيال ديموکراتانو مشران د پناه غوښتني په برخه کي د مرستي پر يوې پراخي بستې بريالي سوي دي. په صدرات ماڼۍ کي د گوندونو مشران په دې وتوانېدل چي د پناه غوښتونکو په برخه کي پر ستري مرستي سره سلا سي.

https://p.dw.com/p/1GRzV
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د آلمان ائتلافي حکومت پر دې سره سلا سو چي په ۲۰۱۶م کال کي د پناه غوښتونکو په برخه کي د مرستي له پاره ۶ ميليارده يورو ځانگړي کړي.

پر دې سربيره د آلمان ائتلافي حکومت پريکړه کړې ده چي بوديجه درې ميليارده يورو ډېره کړي. ايالتونو او ټولنو ته به هم درې ميليادره يورو ورکړل سي. دا په داسي حال کي ده چي په ۲۰۱۵م کال کي د آلمان ائتلافي حکومت له پناه غوښتونکو سره د مرستي له پاره يو ميليارد يورو ځانگړي کړي وې.

پر دې سربيره آلمان د مهاجرو له بحران سره د مبارزې له پاره د بهرنيو چارو وزارت بوديجه له کاله ۴۰۰ ميليونه يورو ډېره کړې ده. د آلمان په پوليسو کي به په راتلونکو درو کلونو کي ۳۰۰۰ پوستونه زيات سي او د خپلي خوښي کار په ادارو کي به ۱۰۰۰۰ کسان په کار وگومارل سي.

د آلمان ائتلافي حکومت پر هغه جنجالي موضوع هم سره سلا سوي چي د اړتيا په وخت کي نغدي پيسي هغو ادارو ته ورکړي چي د مهاجرو په برخه کي کار کوي.

د آلمان په صدارت ماڼۍ کي دغي غونډي پنځه ساعته دوام وکړ. د آلمان مسيحي سوسيال ائتلاف بيا پر ميرکل باندي نيوکه کړې چي له هنگري څخه ئې په زرونو مهاجر بې له مشورې خپل هيواد ته پرې ايښي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب