1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پوتين سره د اوباما تليفوني خبرو نتيجه نه ده ورکړې

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۶, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس د کريميا د کړکېچ په اړه يو وار بیا د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تليفوني خبري کړي. خو پوتين پر خپل دريځ باندي ولاړ دی.

https://p.dw.com/p/1BLYM
انځور: picture-alliance/dpa

د سپيني ماڼۍ د معلوماتو له مخي بارک اوباما د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين څخه وغوښتل چي په کريميا کي دي روسي لښکر بيرته خپلو اډو ته ستانه کړي.

دغه راز ويل سوي دي چي بارک اوباما له پوتين څخه وغوښتل چي کريميا ته دي نړيوال څارونکي پريږدي او له اوکرايين سره دي رسمي خبرو اترو ته کښيني.

سپيني مانۍ زياته کړې ده چي «جمهور رئيس اوباما ټينگار کړی دی چي يوه لار سته، چي دغه کړکېچ له ديپلوماتيکي لاري حل سي.»

اوباما ويلي دي چي په کريميا کي د روسيې پوځي اقدام د اوکرايين حاکميت او ارضي تماميت ته تاوان رسولی دی. دغه اقدام د دې باعث سو چي امريکا متحده ايالات له خپلو اروپايي شريکانو سره په لومړي قدم کي پر روسيې باندي پر بنديزونو لگولو باندي سره سلا سي.

کريملين بيا هر څه متفاوت بللي

دا چي کريملين د دغه يو ساعته تليفونو خبرو په اړه بل ډول شرحه ورکړې ده د حيرانتيا خبره نه ده. د کريملين د معلوماتو پر اساس پوتين په دغه تليفوني خبرو کي ويلي دي چي د روسيې او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ اړيکي بايد د اوکرايين د کړکېچ په سبب زيانمني نسي.

د مسکو په اعلاميه کي ويل سوي دي، د روسيې او امريکا متحده ايالاتو اړيکي «چي د نړۍ د ثبات اوامنيت له پاره ستر ارزښت لري» بايد د اوکرايين په خاطر زيانمني نه سي.

په ملگرو ملتونو کي د امريکا متحده ايالاتو سفيري سامانتا پوور، ويلي دي چي امريکا په نورو برخو کي هم له روسيې څخه وغوښتل چي په اوکراين کي دي د نړيوالو څارونکو ملاتړ وکړي.

هغې زياته کړه چي مسکو بايد د ملگرو ملتونو او په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان (OSCE) کارپوهانو ته «په ټول اوکرايين او کريميا ته د ورتگ اجازه ورکړي.» روسيه بايد د څارونکو د «لاس رسي او امنيت» ساتلو په برخه کي اطمينان ورکړي.

چورکين: دا روسان نه ول

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان يوه ډله څارونکي چي غوښتل يې د کريميا نيمه ټاپو ته ورسي دغي سيمي ته د ورتگ اجازه نه وه ورکړه سوې. د غربي ديپلوماتانو له کړيو څخه ويل سوي دي چي دوو وسله والو ډولو کريميا ته د دغو څارونکو د ورننوتلو مخنيوی کړی وو.

په ملگرو ملتونو کي د روسيې سفير ويتالي چورکين هغه راپور رد کړی دی چي گويا کريميا ته د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي روبرت سيري، ته د روسيې د عسکرو له خوا د ور ننوتلو اجازه نه وه ورکړه سوې. تر دغي پيښي وروسته سيري بيرته له کريميا څخه ووت.