1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابل ښاره د بې کيفيته موادو ټولولو کمپاين

خليل الرحمن اميد/ کابل۱۳۹۲ آذر ۱۱, دوشنبه

د بې کيفيته او تاريخ تيرو موادو او درملو د څار کميسيون له کابل ښاره هغه ټول خوراکي مواد ټولوي چې د ماشومانو د ناروغۍ سبب ګرځي او نه هم د روغتيا وزارت کوم سند لري.

https://p.dw.com/p/1ARq3
انځور: DW/Kh.Omid

د بې کيفيته او تر وخت تيرو خوراکي موادو او درملو د څار کمېسيون د خپل کار په دريمه دوره کې يو ځل بيا هغه هټيوال څارنوالۍ ته ورپيژندل چې بې سنده او د ماشومانو د روغتيا ضد خوراکي توکي پلوري.

د دغه کميسيون مشر حفيظ الله ولي رحيمي وايي چې دا ځل به له دوغو کسانو سره سخت قانوني چلند وشي ځکه هغوى تير ځل ورته ويلي ول چي نور به دا ډول توکي نه پلوري خو لا هم هټۍ ترې دګي دي.

ريس وايي په لومړي وار يې ٣٢ قلمه، په دوهم وار ١٨ او په دريم وار تر ديرشو قلمو ډير داسې خوراکي مواد په هټيو کې پلورل کيږي چې د ماشومانو روغتيا ته زيان رسوي.

ولي رحيمي د دې توکو د بيا ډيرېدو لامل په هيواد کې دننه د يو شمير کسانو له خوا د هغوی جوړېدل په ګوته کوي خو زياتوي چې دا ډله کسان به هم ژر تر ژره پيدا او څارنوالۍ ته معرفي کړي.

هغه همدا راز وايي چې په هيواد کي دننه او دباندي يو شمير مواد جوړيږي چې هيڅ دول سند نه لري او د ماشومانو له پاره دسيسو او له منځه وړو ويره هم پکې ويني:

«دا په هټيو کي خرڅيږي چې هغوى هيڅ ډول بيل او رسيد نه لري چې دا خپله يو لوى امنيتي خطر دى چې کيدای شي زموږ دښمنان له همدې لاري زموږ ماشومانو ته لوى خطرونه رامنځته کړي.»

د دغو خوراکي توکو ډېر يې په خپل په افغانستان کي هم جوړيږي
د دغو خوراکي توکو ډېر يې په خپل په افغانستان کي هم جوړيږيانځور: DW/Kh.Omid

خو د کابل د منډيي د سيمي هټيوال بيا وايي چې ګناه د هغوی نه، بلکي د دولتي چارواکو او شرکتونو ده چې چارواکي په ګمرکونو کې له سوداګرو څخه پيسې اخلي او دغه مواد تر دوى پورې رارسوي.

په ورته وخت کې د دې کميسيون غړى او د سټنډرډ ادارې د خوراکي موادو د معيارونو کارپوه انجينر عتيق الله ياسر وايي چې د دې توکو په واردولو کې دولتي چارواکي لاس لري:

«که سړى وګوري په دې کې ستر مسوولين ګرم دي د بيلګې په توګه دولتي چارواکي ځکه ګرم دي چې د دوى تر سطحې لوړ دى او نه يې شي کنټرولولای.»

د لويې څارنوالى استازى او د دې کميسيون غړى منصور عمر وايي چې د دغو هټيوالو په مرسته به تر اصلي سوداګرو پورې ورسو او هغوى به د قانون منګولو ته وسپاري.

د دې کميسيونن غړي وايي دوى يوازې له خوراکي موادو څار نه کوي، بلکي د درملو او نورو برخو څخه به هم څارنه وکړي تر څو په بشپړه توګه دبيکفيته او له تاريخ تيرو توګو مخنوى وشي.

په ورته وخت کې په کابل کې يو تن ډاکټر نعمت الله لودين وايي چې دا ډول رنګه او خواږه مواد د لوى ناروغيو لکه کنسر او د ستوني شديد درد لامل کيداى شي:

«نو تاوان خو ډير زيات کوي، او دغه رنګونه چې پکښې کار شوي دي کارسيناجينيک خاصيت لري چې کنسر منځته راوړي خصوصاً د ستوني درد، عادي زوکام او د دې ترڅنګه ځينې وختونه اسهالات هم منځته راوړي، خو د ستوني تکليفونه ډير زياتو ورسره رامنځته کيږي او د خولې تکليفونه هم .»

هغه له دولت په خاصه توګه له هټيوالو څخه غواړي چې د دې ډول موادو د خرڅلاوو مخنوى وکړي ځکه کيدای شي ډيري ناوړه ناروغي خپرې کړي.