1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کسپين سمندر سره د افغانستان د نښلولو هڅي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۴, یکشنبه

افغان دولت داسي هڅي پیل کړي دي چې له مخې به یې دغه هيواد له اذربایجان او ترکمنستان هیواد له لاري له کسپین سمندرګي سره ونښلول شي.

https://p.dw.com/p/183Jw
Summer beach on Bulgarian Black sea © Magdalena Yaramova #23388401
Bulgarien Schwarzes Meer Sommer Bucht Hausانځور: Fotolia

ظاهراً دا کار د افغانستان د سوداګرۍ د پرخوالي له پاره تر سره کیږي، هغه سوداګرۍ چې اوس مهال له پاکستان او ایران سره پراخ اړخونه لري او وخت ناوخته د سیاسي اړیکو د ترینګلتیا له کبله زیانمنه کیږي.

چارواکي وايي په دې کار سره به افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ملکونو تر منځ د یوه دهلیز رول ولوبوي.

د ماليي وزارت وړاندوینه کوي چې د سیمي د اقتصادي ودې تر څنګ به افغانستان د هغو لاریو له تګ راتګ څخه هم په ميلیونو ډالر هر کال تر لاسه کړي چې پر دغه لاره د جنوبي او منځنۍ اسیا د ملکونو لکه ا زبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او اذربایجان تر منځ تګ را تګ کوي.

د افغان حکومت په وینا تر څو راتلونکو میاشتو پوري به د اذربایجان– ترکمنستان تر منځ د اوسپني پټلۍ کار بشپړ شي او په عین حال کې به دغه پټلۍ د مزارشریف–اندخوی له اوسپنیزي پټلۍ سره وتړل شي.

د افغانستان د ګمرکونو چارو لوی معین سید مبین شاه د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۳ کال د مارچ ۲۴) په کابل کې وویل چې په دې کار سره به د سوداګرو مالونه په کښته بیه او چټکۍ سره تګ را تګ وکړای شي.

مبین شاه وايي ورسره جوخت به د اورګادی د دغي پټلۍ له بشپړیدو سره د حیرتانو او اندخوی ګمرکونه هم د سوداګرو پر مخ پرانیستل شي:

«موږ دا اوس پر دې کار کوو چې افغانستان له توري بحیرې سره ونښلوو، دا به زموږ د سوداګرۍ له پاره ښې زمینې برابري کړي او شرایط یې دا دي چې ګمرکي سمونونه رامنځ ته شي اود ازادي سوداګرۍ له مخې په بندرونوکې ټول خنډونه ليري شي.»

افغانستان اوس مهال د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د ګډیدو له پاره په خپلو ګمرکي او اقتصادي قوانینو کې پراخ سمونونه پیل کړي دي.

حکومت وايي تر هغه به افغانستان د ګاونډي ایران او پاکستان له اقتصادي کلابندي ونه ژغورل شي، چي د سوداګرۍ په نړیوال سازمان ( ډبلیو ټي او) کې ګډون نه وي تر لاسه کړی.

د ښاغلي مبین شاه په وینا چې دوی هڅي کوي افغانستان په یوه داسي سوداګریزي مرکز بدل کړي چې د نورو ملکونو اقتصادي ګټي هم پکې خوندي وي او وهڅیږي چې له دغې لاري د اسیا یوه او بل لوري ته سوداګریز تګ را تګ وکړي:

«زموږ عمده هدف دا دی چې څرنګه کولای شو افغانستان داسي یوه نقطه وګرځووچې د نورو ملکونو ګتي پکې نغښتل شوي وي او خلک پکې پانګونه وکړي او دا پانګونه زموږ له پاره هم ډیره ګټوره ده.»

افغان دولت په داسي حال کې له خپلو یو شمیر شمالي ګاونډیانو سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو له پاره هڅي پیل کړي دي چې له دغه هیواد څخه د پانګي د تېښتي په اړه وخت ناوخت راپورونه ورکول کیږي.

چارواکي وايي د منځنۍ اسیا له هیوادو سره د اقتصادي راکړي ورکړي او تور سمندرګي سره د افغانستان د سوداګریز ارتباط له پاره به ډیر ژر ولسمشر کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته سفر وکړي.