1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کندهار څخه د مرستی لپاره غږ

۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعه

له څه مودې را په دې خوا د کندهار ولایت سرحدي سیمو ته یو شمیر پاکستاني کډوال راغلي دي. دغه کډوال په ډیرو سختو شرايطو کې ژوند کوي. د شلتر ناو نومې مؤسسې د آلمان څانګې د دغو مهاجرو لپاره د بسپڼو ټولو یو پروګرام پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/13PIi
دغه کډوال د امنیتي کواښونو له کبله له پاکستان څخه کندهار ته کډن شوي دي
دغه کډوال د امنیتي کواښونو له کبله له پاکستان څخه کندهار ته کډن شوي ديانځور: AP

د ژمي له پیل سره په افغانستان کې د کډوالو لپاره ژوند نور هم ستونزمن شوی دی. په دې اړه له کندهار څخه د کډوالو لپاره د مرستې غږ د «شلتر ناو انترنشنل» نومې موسسې غوږ ته هم رسیدلی دی. په وروستیو کې د پاکستان د کوټې له ښار څخه یو ګڼ شمیر کډوال کندهار ته اوښتي دي. له دې سره د افغانستان د سیمه ایزو چارواکو په اوږو یو بل پیټی هم ایښودل شوی دی.

د «شلترناو» د آلمان د څانګې مشر،اودی شتولته، وویل چې له دغه سازمان څخه د کډوالو 600 کورنیو سره د خوراکي توکو او کمپلو د رسولو په رخه کې د مرستې غوښتنه شوې. هغه زیاته کړه چې په همدې وجه نوموړې مؤسسې د آلمان د براون شوایګ په ښار کې د بسپڼو ټولولو لپاره یو فعالیت پیل کړی دی.

شتولته په کندهار کې میشتو ګډوالو ته د مرستې عاجل رسول اړین بولي. هغه وایي چې په دې برخه کې د افغان سمیز چارواکو فعالیتونه کفایت نه کوي:

«دا چې په سیمه کې د طالب وسلوالو حضور لیدل کیږي، د شلتر ناو د مؤسسی تر څنګ ډیر لږ سازمانونه دغې سرحدي سیمې کې فعالې دي.»

شتولته ټینګار کوي چې افغانستان د ۲۰۱۴ کال وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. هغه په دې اړه د بن د کنفرانس د لاس ته راوړنو په هکله خوشبیني څرګندوي.

د پاکستاني کډوالو سره د مرستې په موخه شتلتر ناو د شنبې په ورځ د آلمان د براون ښوایک په ښار کې د بسپڼو ټولو فعالیت پیل کړ. دغې مؤسسې د آلمان په نوموړې ښار کې د کندهار د وضعیت په هکله د معلوماتو یو میز ایښی دی او تر څنګ یې د مسیحی میلاد د لمانځنی لپاره خوراکي شیان چې په کې د زعفرانو مسالې څخه کار اخستل شوی دی خلکو ته وړاندې کوي. دغه زعفران د افغانستان په لویدیځ کی د کوکنارو پر ځای کرل کیږي.

شلتر ناو په حقیقت کی د مرستو یوه نړویاله مؤسسه ده او په هر هیواد کی یو څانګه لری. شلتر ناو انترنشل له ۱۹۸۳ کال څخه را په دی خوا په پاکستان او له ۱۹۸۸ کال څخه وروسته په افغانستان کې فعالیت لري. د دغې مؤسسې مرستې تر زیاتې کچې د شخصي بسپڼو له لارې تمویلیږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش