1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کورني بې ځایه شوو کسانو څخه د ملاتړ نوي پالیسي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورني بې ځایه شوو کسانو له پاره یوه ملي پالیسي جوړه کړې ده، چې له مخې یې هڅه کیږي له هغو افغانانو څخه ملاتړ وشي چې د کورنیو جگړو او وچکالۍ له امله له خپلو تاټوبو څخه بې ځایه شوي وي.

https://p.dw.com/p/1B6pn
انځور: picture alliance/AP Photo

په تیرو لسو کلونو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، د کورني بې ځایه شوو کسانو څخه د ملاتړ له پاره هیڅ ډول پالیسي نه درلوده. د دغه وزارت چارواکي وایي چې وروسته له دې کولای شي د بې ځایه شوو کسانو په اړه پریکړه وکړي.

د کډوالو او راستیندونکو چارو وزیر جماهیر انوري، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۱مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل: «د مرستو ویش، د بې ځایه شوو کسانو د بشري حقونو خونديتوب، خپلو اصلو ټاټوبو ته د هغوی بیرته ستنیدل، د کاري پلانونه جوړول او د هغوی د ستونزو د تل پاتې حل له پاره د لارو چارو لټول په دغه پالیسۍ کې مشخص شوي دي.»

نوي پالیسي په پلازمینه کابل او نور ولایتونو کې حکومتي ادارې پر دې مکلفوي چې د بې ځایه شوو کسانو له پاره د ښه ژوندانه زمینه برابره کړي. د دغه پالیسۍ پر اساس حکومت او نور بنسټونه نه شي کولای چې په زوره بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته چې هلته د هغوی ژوند ته خطر متوجې وي، واستوي.

کورني کډوال او طبیعي ناورین

په زرونو بې ځایه شوې کورنۍ په کابل او نورو ولایتونو کې په خیمو کې ژوند کوي او داسې مناسبې سرپناوی نه لري چې هغوی له یخنۍ، گرمې هوا او یا له داسې نورو طبیعي ناورینونو څخه وژغوري.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات، وایي هڅه کیږي چې کورني بې ځایه شوي کسان په میلمه پالو سیمو کې ادغام شي: «دغه پالیسي وړاندوینه کوي چې باید بې ځایه شوي کسان ادغام شي. د هغوی له پاره کورونه جوړ شي، د کاري بوختیاوو زمینه ورته برابره شي او مرستې ورته ورسول شي.»

خو دغه وزارت دا هم وایي چې یو شمیر کورنیو د تنبلۍ له کبله د کورني بې ځایه شوو کسانو په منځ کې ځان ځای کړي دي او په دې پلمه د هغوی له امتیازاتو څخه برخوداره کیږي. ښاغلي جرات په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «هغوی باید خپله انرژي په کار واچوي. هغوی یوازې د مرستندیو مؤوسسو د مرستو په هيله لاس تر زنی ناست دي. دا عادت باید دوی هیر کړي چی په وړیا توګه یوه مړۍ ډوډي پیدا کړي.»

د کډوالو د وزارت د دغې پالیسۍ پر اساس ښاروالۍ، د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونه مکلف دي، چې د بې ځایه شوو کسانو اړتیاوې پوره کړي. صحي خدماتو او ښوونې او روزنې ته لاس رسی هغه حقوق دي چې د دغې پالیسۍ پر اساس د کورني بې ځایه شوو کسانو له پاره په نظر کې ونیول شي.

د کډوالو د شکایت غږ پورته شوی

په داسې حال کې چې حکومت له کورنیو بي ځایه شوو کډوالو سره د مرستو څخه خبرې کوي، له جگړو څخه تښتیدلي خلک وایي چې هیڅ ډول مرستې یې نه دي تر لاسه کړي. د کندهار ولایت د بې ځایه شوو کسانو څخه یو تن حاجي محمد فاروق وایي: «تر اوسه له بې ځایه شوو کسانو سره هیڅ رنگه مرسته نه ده شوې. نه د خوراکي موادو، نه د سر پنا او نه هم کوم بل ډول مرسته شوې ده.»

د کډوالو وزارت د کورني بې ځایه شوو کسانو په اړه مشخص ارقام نه لري، خو د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ چې کوم ارقام خپاره کړي دي، د افغانستان د کورني بې ځایه شوو کسانو شمیر شاوخوا ۶۰۰ زره تنو ته رسیږي.