1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ګوانتانامو څخه يمني زندانيان خوشي کړل سوي

۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

ولسمشر باراک اوباما د خپلې هغې ژمني په پوره کولو کي پاته راغلی دی، چي د ګوانتانامو زندان د تړلو له پاره يې کړې وه. اوس حتی د ۹ زندانيانو خوشي کېدل د خبرونو سرټکي ګرځي.

https://p.dw.com/p/1IXCw
انځور: Reuters/L. Jackson

د امريکايي پوځ له خوا له چلول کېدونکي ګوانتانامو زندان څخه ۹ يمني زندانيان آزاد کړل سوي دي. دا خبر د امريکا د دفاعي چارو وزارت پنتاګون ورکړ. د پنتاګون په وينا دغه زندانيان له ګوانتانامو څخه سعودي عربستان ته انتقال کړل سوي دي. سعودي عربستان پسله زياتو خبرو اترو او لانجو دې ته چمتو سو چي دغو زندانيانو ته ځای ورکړي.

کوم يمني زندانيان چي اوس آزاد کړل سوي دي، د هغوی د خوشي کولو امر څو کاله تر مخه لا ورکول سوی ؤ. خو د امريکا متحده ايالاتو نه غوښتل چي هغوی بېرته يمن ته ولېږدوي. امريکا د دې له پاره دا دليل وړاندي کاوه چي ګواکي په يمن کي وسله واله لانجه دوام لري او له دې کبله دغه زندانيان هلته نه سي لېږلای. يو بل دليل دا وړاندي کړل سوی ؤ چي په يمن کي د القاعده فعاله څانګه موجوده ده.

پنټاګون په خپله اعلاميه کي ويلي چي امريکا «د سعودي عربستان له شاهي حکومت څخه د دې له پاره مننه کوي چي په خپل دغه انسان دوستانه اشارې سره د امريکا د متحده ايالاتو سره مرسته کوي چي د ګوانتانامو زندان وتړل سي.»

د اوباما له سفر څخه مخکې

له ګوانتانامو څخه د نوو زندانيانو د آزادېدو وروسته اوس به دغه زندان کي ۸۰ کسان لا زنداني پاته دي. امريکا ويلي دي چي د څو کالو راهيسي يې هڅي جاري ساتلي چي سعودي عربستان له ګوانتانامو څخه زندانيان ومني. په دې ترڅ کي سعودي عربستان په داسي حال کي د ۹ يمني زندانيانو د منلو پرېکړه کړې، چي اوباما په راتلونکې اونۍ دغه شاهي هيواد ته سفر کوي. اوباما به د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۰مه نېټه) و رياض ته ورسيږي.

اوباما په خپله د دې له پاره زياتي هلي ځلي وکړې چي په کوبا کي واقع د ګوانتانامو زندان وتړل سي. خو نوموړی په کانګريس کي د دغه اقدام د زيات مخالفت له کبله بريالی نه سو چي زندان وتړي. دا په داسي حال کي چي اوباما په ۲۰۰۹ کال د ولسمشر کېدو پر وخت ژمنه کړې وه چي د ګوانتانامو زندان به وتړي.

له ګوانتانامو زندان څخه د ۲۶ نورو زندانيانو د آزادېدو او بل هيواد ته د هغوی د تلو رسمي اجازه ورکول سوې ده. خو د دې له پاره چي د ګوانتانامو زندان په بشپړه توګه وتړل سي، لومړی بايد پاته زندانيان د امريکا متحده ايالاتو ته انتقال کړل سي. دا هغه زندانيان دي چي په هکله يې ويل کيږي چي امريکا ورڅخه امنيتي ګواښ احساسوي او له دې کبله يې خوشي کولای نه سي. خو د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکو ګوند د داسي يو انتقال سخت مخالفت کوي. هغوی داسي يو کار د امريکا د امنيت له پاره لوی ګواښ بولي.

۷۸۰ زندانيان

د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش د دورې پر وخت د امريکا حکومت هغه وخت د ګوانتانامو د زندان پرانستلو امر ورکړ، کله چي په ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۱۱مه ترهګر بريدونه تر سره سول. له دغه زندان څخه په زياته بيا د افغانستان په جګړه کي د نيول سوو کسانو د زنداني کولو له پاره کار واخيستل سوو. د بشر د حقونو ټولنې نيوکي کوي چي په دغه زندان کي په څو کالونو انسانان بند ساتل سوي، بېله دې چي د هغوی پر وړاندي رسمي تورونه ولګول سي او هغه محاکمه سي. امريکايانو په بشپړه توګه ۷۸۰ انسانان په دغه زندان کي بندي کړل.