1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له یاغیانو څخه د مالي د شمالي برخې د لاندې کولو له پاره هلې ځلې

۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبه
https://p.dw.com/p/16Thm

د ملگرو ملتونو او د افریقایي اتحادیې چارواکو تیره ورځ په بماکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې د مالي شمالي برخه له یاغیانو څخه د بیرته نیولو له پاره د یوې پوځې مداخلې له طرحې څخه ملاتړ څرگند کړی دئ. د مالي هیواد دغه شمالي برخه د سخت دریځه اسلامپالو تر ولکې لاندې ده. د مالي هیواد په پلازمینه بماکو کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویلي دي چې ملگري ملتونه به د داسې یوه ممکنه پوځ د پلانولو څخه چې نیول شوي سوي سیمې د ترهگرو او جنایي ډلو څخه بیرته ونیسي، ملاتړ وکړي.

د رپوټونو په حواله سخت دریځه اسلامپاله چې د القاعدې له شبکې سره تړاو لري د مارچ په میاشت کې د یوې پوځي کودتا پر وخت د واک د خلا د رامنځ ته کیدو څخه په استفادې سره د هیواد دوه په دریمه برخه تر خپل کنترول لاندې کړې وه. پر دې سربیره د اپریل په میاشت کې د طوراق یاغیانو هم په شمال کې د آزاواد په نوم د یوه آزاد دولت اعلان کړی وو.