1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له یخنې څخه د بی کوره کسانو د ژغورنې نوې مفکوره

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان د بادن ورتمبرګ ایالت د اُلم ښار چارواکي د یوه داسې کپسول ډوله سرپناه پر ارزونې بوخت دي، چې د بی کوره کسانو له پاره د ژمې په یخو شپو کې محفوظه او آرامه سرپناه برابروي.

https://p.dw.com/p/3VXZb
Ulmer Nest für Obdachlose
انځور: picture-alliance/dpa/T. Weller

د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په آلمان کې هم بی کوره کسان د خوب له پاره د ځای پیدا کولو په خاطر پریشانه وي. په ځانګړی توګه په سړه هوا کې کله چې د حرارت درجه له منفي صفر څخه هم ټيټه وي، حتی د داسې کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کیدلی شي.

د اُلم ښار د چارواکو له خوا به د «اُلم کپسول» دوه ډوله نمونې تر ازمایښت لاندې ونیول شي. دا کپسولونه یوې کوچنۍ خونې یا کوټې ته ورته دي چې بی کوره کسانو ته به محفوظه سرپناه برابروي. له دغو دوو نمونو څخه یو یي د ازمایښت مرحلې ته چمتو شوی دی.

Ulmer Nest für Obdachlose
انځور: picture-alliance/dpa/T. Weller

دا کپسول د کارپوهانو او هنرمندانو یوې ډلې جوړ کړی چې په هغو کې د ډیزاین او سافټ ویر د برخې انجینران شامل دي. د دغو کوچنیو خونو مالي لګښت د اُلم ښار د سیمه ایز حکومت له خوا ورکړل شوی دی. د دغو سرپناه په جوړونه کې د لرګي او فلزي تختو څخه کار اخیستل شوی دی.

د دې پروژې د تطبیق له پاره نږدې ۳۵ زره یورو ځانګړي شوي دي چې په هغې د دغو کپسولونو د جوړونې ترڅنګ له سائنسي پلوه د هغې ارزونه هم شامله ده.

Ulmer Nest für Obdachlose
انځور: picture-alliance/dpa/T. Weller

له سختې یخنې څخه د بی کوره کسانو د ژغورنې په خاطر د دغو کپسولونو په ابتدایه نمونو کې به داسې سنسورونه نصب کړای شي چې مسئولینو ته په سګنال ورکوي چې په کوم وخت کې کوم کپسول فارغ یا خالي دی. سربیره پر دې په دې کې د تازه هوا د داخلیدو او حرارت درجې د کنترولو امکانان هم په پام کې نیول شوي دي.

دویچه ویله/ ش.ن/ب.ص