1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته له ترکیې نوي مهاجر رارسیدلي

رضا شیر محمدي۱۳۹۵ فروردین ۱۶, دوشنبه

له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د تړون له مخې د دوشنبې له ورځې له یونان څخه د مهاجرو لومړۍ ډله ترکیې ته واستول شوه. په عین وخت کې یو شمیر مهاجرو د بادي کښتیو په واسطه ځانونه له ترکیې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته رسولي دي.

https://p.dw.com/p/1IP9r
انځور: DW/P. Kouparanis

د لسبوس ټاپو بندر د پولیسو له خوا په ډیر دقیق ډول کنترولیده، تر څو د پولیسو هغه بوسونه چې اخراج شوي مهاجر په کښې لیږدول کیده دغې سیمې ته ورسوي.

د فرانټکس(د اروپایې سرحدونو د ساتنۍ آژانس) ډیر شمیر کارکونکي هم د لیسوس او خیوس ټاپوگانو ته راغلي دي، څو د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ وځاري کړي.

د فرانټکس آژانس ویاندې ایوا مونکوره له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ۱۳۱ تنه د لسبوس او ۶۶ نور د خیوس له ټاپوگانو څخه ترکیې ته واستول شول. منکوره زیاته کړه: «د هر یو مهاجر له پاره یو تن د فرانټکس مامور موظف شوې وو او د یونان پولیسو هم همکارۍ کوله.»٫

هغه کډوال چې ترکیې ته استول شوي دي اکثره یې د پاکستان، افغانستان او سویلي آسیا هیوادونو اتباع ول. په لسبوس کې د کډوالو له پاره د ملکرو ملتونو د عالي کمیسارۍ ویاند بوریس چشیرکوف دویچه ویله ته وویل چې دوی دغه بهیر څاري:

«موږ نه پوهیږو چې دقیق د دوی په منځ کې افغانان وو او که نه؟ خو هغه څه چې واضحه ده، دا ده چې افغان مهاجر هم ترکیې ته د ستنونکو مهاجرو په ډله کې شامل دي.»

نوموړي وویل چې د هغو یو ملیون مهاجرو له جملې څخه چې تیر کال یونان ته راغلي ول، ۲۸ سلنه یې افغانان ول. هغه زیاته کړه چې یوازې د لسبوس ټاپو په موریا کمپ کې ۲۸۰۰ کډوال میشت دي چې په ډیر خراب وضعیت کې قرار لري.

د ستنول کیدو بهیر څارنه

ټاکل شوې وه چې د ملکرو ملتونو سازمان د بشري حقونو مدافعین به له هغو مهاجرو سره خبرې وکړي چې ترکیې ته استول کیږي. همدارنگه د اروپایې مدافع وکیلانو یوه ډله به د دوی اسناد وڅیړي، خو د بشري حقونو نړیوال سازمان سحر وختي او له دوی سره د خبرو چانس نه ترلاسه کولو له امله د مهاجرو د لیږد پر بهیر انتقاد کړی.

د دغه سازمان مشر گیورگوی کوسموپولوس، په یونان کې دویچه ویله ته وویل: «دغه مهاجر دومره سحر وخته ولیږل شول چې د هغوې د اسنادو څیړنه ناممکنه وه. همدارنگه دا هم معلومه نه شوه چې آیا دوی د دې امکانات درلودل چې په یونان کې د پناه غوښتنه وکړي او که نه. دا د بشري حقونو خلاف یو عمل دی.

کوسموپولوس ټینگار وکړ چې د مهاجرو موج د مخنیوي له پاره د ترکیې او اروپا تر منځ موافقتنامه یوه نامناسبه حل لاره وه.

د نوو مهاجرو راتگ

له یونان څخه د کډوالو د لومړۍ ډلې له استول کیدو سره سم، فرانتکس تائيده کړی چې د مهاجرو یوه بله کیشتۍ په یونان کې د لسبوس ټاپو ته رسیدلې ده. د دغه آژانس ویاند وویل چې ۵۷ تنه مهاجر د دوشنبې ورځې سحر د یونان د ساحلي گارد په وسیله د کډوالو کمپونو ته راوړل شول.

له یونان څخه ترکیې ته د کډوالو د بیرته ستنولو سره سم، ۱۶ تنه سوریایې کډوال له استانبول څخه په الوتکه کې آلمان ته انتقال کړای شول. ټاکل شوې ده چې د هر هغه کډوال په مقابل کې چې له یونان څخه ترکیې ته استول کیږي، یو سوریایې مهاجر له ترکیې څخه لویدیځو اروپایې هیوادونو ته په رسمي ډول انتقال شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب