1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوتون د ترور نوم نه مني

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

په برتانیا کی ډیر وتلي تندلاري ، د لندن د شمال لور ته د لوټون د ښار سره تړاو لري. د لوټون د ښار اوسیدونکي وایی چی زمونږ ښار ته د تندلارو د اصلي مرکز نوم په نا حقه ورکول شوي.

https://p.dw.com/p/12DqV

زه د لوټون ښار د اوسیدو په یوه آرامه سیمه کي د یوعادي کور مخي ته ولاړ یم. دا ځایی د لندن ښار څخه تقریبا د یو ساعت په مسافه پروت دي. د تیر کال په پایی کی د کور مشر، عبدالوها الابدالي، په دي کور کي خپل بکسونه وتړل او په خپل موټر کی سویډن ته ولاړ.

هغه د سویډن په پلازمني ستوکهلم کي د کرسمس د اختر څخه د مخه اول خپل موټر او بیا وروسته خپل ځان والوزوه. هغه ویلي ول چی د هغه دنده د سویډن د ملکي وګړو وژنه ده، او دا کار په افغانستان کي د سویډن د پوځي شتون په خاطر د غچ اخیستلو لپاره تر سره کوي. هغه خپل غږ په یو کست کي ثبت کړي وو.

«ستاسو ملاتړ له خپلو سرتیرو څخه تاسو دي ناوړه حالت سره مخامخ کړي. زه هیله لرم چی خداي ما د شهیدانو په جمله کي وشمیري.»

هغه اسلامي مرکز چیري چي به الابدالي لمونځ کاوه، د هغه د کور څخه دومره وړاندي نه دي. د دغه مرکز مشر عبدالقدیر بخش وایی:

« هغه د اسلام څخه خپل غلط تعبیر او همداشان د خپل تندلاري اهدافو تبلیغ کاوه. ما د هغه سره خبري وکړي او او هغه ته مي خپل نظر ووایه. دوه دري ځلي مي دا کار وکړ. بالاخره یو ورځ، د سهار د لمانځه د ادا کولو وروسته مي تصمیم ونیوه چی د راټولو شوو خلکو په مخ کي هغه مخاطب کړم. په آخره کي ډیر ناقراره شو او په قهریدلي توګه د جومات څخه ووت. هغه می بیا هیڅکله ونه لید.»

هغه کس چي په ستوکهلم کی ځانمرګي برید تر سره کړي وو یو له هغه تندلارو څخه وو چی د لوټون د بدنامي لامل وګرځید. د ۲۰۰۹م کال په پسرلي کی برتانوي سرتیري چي په عراق کي د خپل ماموریت څخه بیرته راستانه شوي ول د مسلمانانو د یوي کوچنی ډلي له خوا د نیوکو سره مخامخ شو. هغوي سرتیري د ٫٫قصابانو٬٬ ، ٫٫تندلارو» او ٫٫قاتلینو٬٬ په نامه یادول. دا مسله د دي لامل شوه د اسلام ضد یو ډله یی رامنځته کړ، چي پدي وخت کی د انګلستان د مدافعینو د ډلي په نامه شهرت وموند.

ظفر خان د دیني چارو د شوری ریس دي، دغه ډله کوشش کوي چي د لوټون په ښار کي د خلکو تر منځ د بیلتون مخه ونیسي. ظفرخان وایی:

« هغه کسان چی سرتیري یی توهین کړي شاید ۱۵ تر ۱۸ تنه وي. او نوموړي تندلاري چي لوټون کي دي هم تر دي ډیر نه دي. د اسلام ضد ډله هم په لوټون کي ډیر پلویان نه لري، خو دا رسنۍ دي چی هر څه ډیر ښکاره کوي.»

د ظفر خان په باور دا به نا مناسبه وي که د لوټون ښار « د تند لارو د اصلي ځایی» په نوم یاد کړو. ظفر خان زیاتوي:

« طبعي ده چی مشکلات شتون لري، خو دا مشکلات د لوټون نه سرچینه نه اخلي. خو متاسفانه لوټون په شکل د اشکالو په ځینو قضیو کي ښکیله ده. د بیلګي په توګه هغه برید ګر چی د ۲۰۰۵م کال د جولایی د میاشتي په بریدونو کي ښکیل وو، د لوټون له لاري لندن ته تللي وو. پدي توګه لوټون ته د دغه بریدون سره تړاو ورکول کیږي.»

تقریبا ۳۰ زره د لوټون ښار مسلمان اوسیدونکي د ٫٫بري پارک٬٬ شاوخوا ژوند کوي. په ۲۰۰۸م کال کي د برتانیا امنتي مقاماتو راپور ورکړي وو چی د دغه هیواد استخبارات، برمینګهم، لندن او لوټون ښارونه د هغه ښارونو په نومونو پیژني چیري چي د تندلارو اسلامي ډلو ډیري شبکي وجود لري. د ٫٫بري پارک٬٬ شاوخوا او همدا شان عبدالقدیر بخش بیا بل نظر لري. د دي ښار اکثره اوسیدونکي سوله خوښوونکي خلک دي. د قدیر په وینا د مسلمانانو برخه د ټولنی یواځي ۱۵ سلنه جوړوي او دا بي انصافي ده چی د هغوي ډیر شمیر د تندلارو په نامه یاد شي.

د لوټون ښار شوری هم دغي نوم او شهرت اندیښمنه کړي ده. دغه شوري د مختلفوکلتوري محفلونو له لاري د لوټون ښار ته ښه شهرت ور وبخښي.

برتانیا د تروریستي حملو یو هدف ګرځي. دا په دي معنی ده چی له بل پلوه به د دغه هیواد امنیتي کړي په نږدي راتلونکي د برتانیا ټول هغه ښارونه چیري چی په ډیر شمیر مسلمانان ژوند کوي د لا سختي څارني لاندي ونیول شي. د لوټون اوسیدونکي شاید له ي سره عادي شي. او په هر صورت د خپل ښار د نوم د ښه کولو لپاره به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

لارس/ ابراهيم خيل/ رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل