1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين:د څلورو وزيرانو دندې بايد و ځنډول سي

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي ادارې له جمهور رئیس حامد کرزي څخه غوښتي دي، چي د کابینې د څلورو برحالو وزیرانو دندي وځنډوي.

https://p.dw.com/p/15kBA
انځور: picture-alliance/dpa

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي اداري مشر عزیز الله لودین وایي، چي په یادو وزیرانو کي د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان او د ماليي وزیر حضرت عمر زاخیلوال هم شامل دي.

اسماعیل خان تورن دئ چي د اویا ميلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت ئې په هرات کي پر حکومتي مځکو خېټه اچولې ده.
د ماليې پر وزير حضرت عمر زاخيلوال بيا تور دئ، چي شاوخوا دوه ميلیونه امریکايي ډالره ئې اختلاس کړی دئ.

له اداري فساد سره د مبارزې مشر غزيزالله لودین د شنبې په ورځ په کابل کي رسنيو ته وويل، چي له جمهور رئیس کرزي څخه ئې رسمي غوښتي دي، چي د څلورو وزیرانو دندې وځنډوي، چي دوی خپل تحقیقات سر ته ورسوي. که  نه نو په واک کي به د پاتېدو په صورت کي د څېړنو بهیر د هغوي تر سیاسي اغیز لاندي وي.

په کابل کي د طلوع په نامه یوه خصوصي تلویزیون په لومړي ځل د چارتر انګلیسي بانک او الفلاح عربي بانک څخه د زاخیلوال د مالي حسابونو د مشخصاتو تر لاسه کولو وروسته ئې بربنډ او لویه رسنیزه ډنډوره جوړه سوه.

د دې اسنادو له مخي عمرزاخیل په کاناډا کي خپل بانکي حسابونو ته تر يو میلیون ډیر ډالر استولي دي.

لودین وایي، چي ولسمشر ورسره ژمنه کړي ده چي د فساد کارو چارواکو په محاکمه کولو کي به له زړه سوي کار وا نه خلي او له عدلي او قضايي ارګانونو سره به  ملګری وي.

«د څلورو وزیرانو دندې باید ژر تر ژره وځنډيږي، ځکه هغوی ډیر لوړ پوړي  حکومتي چارواکي یعنی وزیران دي، که نه د هغوي د تحقیق چاري به د سیاسي نفوذ تر اغیزې لاندي پر سم لوری نه، بلکي پر ناسم لوري باندي به ولاړي شي د لازمو اجراتو مخه ونيسي.»

له اداري فساد سره د ځانګړي اداري رئیس د دوو هغو نورو وزیرانو نومونه روښانه نه کړل چي گويا په فساد تورن دي او دی ئې د دندو ځنډول غواړي.

د ماليي وزیر عمر زاخیلوال د فساد دوسیه د وزیرانو په کچه د خپل ډول لومړۍ هغه ده او داسي ښکاري چي ولسمشر حامد کرزي ته ئې لویه لانجه هم جوړه کړې ده. د توکیو په کنفرانس کي ولسمشر کرزي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي ټینګي ژمني وکړې.

پخپله عمر زاخیلوال دا مني چي له بانکي اکونټونو څخه ئې دباندي ته پیسي تللي او راغلي دي. خو په دغو پیسو کي ئې یو ډالر هم د حکومت نه، بلکي د ده شخصي شتمني ده:

«زه په قرغه کي ډیر ښه او ګران بیه او همدا راز د پغمان په تفریحي سیمه کي ورته بڼ لرم، دا زما شخصي شتمنۍ دي او دا مي هغه وخت اخیستي دي چي په حکومت کي نه وم، زما سیاسي رقیبان غواړي زما پر ضد په ناسمو دسیسو سره زما موقف ته زیان ورسوي.»

خو له اداري فساد سره د مبارزي مشر د زاخیلوال دغه څرګندوني نا سمي بولي:

«په خپله ښاغلي زاخیلوال د ولسمشر کرزي په مخ کي ماته وویل چي زه یوازي یو کور په تایمني کي لرم، بس خو اوس خبریږم  چي یو کور په قرغه کي لري، دوه کورونه په جلال آباد کي یو کور په پغمان کي، ما د دغو مسایلو په اړه د ملي امنیت ادارې ته مکتوب استولی دئ تر څو ئې وڅېړي.»

د توکیو ترغونډي وروسته د کرزي د کابینې درې برحال وزیران د فساد له ګواښونو سره مخ شوي دي.

د حالاتو څارونکي د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو د ولسي جرګي له لوري د باور رایو بیرته اخیستنه او د ماليي پر وزیر د فساد د لاسوندونو را برسیره کول، د هغو کورنیو او نړیوالو سیستماتیکو فشارونو پایلي بولي چي د کرزي په حکومت کي ئې د فساد او رشوتخورۍ په سبب پر حکومت اچولي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل