1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين: فساد ضد مبارزه بايد له کابينې پيل سي

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر وايي، تر هغه وخته پوري چي د فساد ضد مبارزه د کابینې دننه پیل نه شي دغه مبارزه به بې گتي وي. دغه اداره د فساد پر وړاندي د ولسمشرکرزي وروستی فرمان د نه پلي کیدو وړ بولي.

https://p.dw.com/p/168mC
انځور: picture-alliance/dpa

د دغي ادارې مشر عزیز الله لودین دا څرګندوني څو ورځي وروسته له هغه کوي چي جمهور رئیس کرزي د یوه اوږده فرمان په ترڅ کي د حکومت بېلا بېلي ادارې له فساد سره مبارزې ته اړ ایستلي دي او یو لړ خاصي لارښووني ئې ورته کړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر د پنجشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سمپتمبر ۱۳) په کابل کي وويل، تر هغه وخته پوري چي په کابینه کې بدلون رانه شي او تر څنګ ئې په فساد ککړي څېرې محاکمې ته را کش نه شي یاد فرمان نه شي پلی کیدای او پلي کوونکي ادارو ته به لوی سرخوږی جوړکړي.

د کرزي پر کابینې باندي تور دئ چي یو شمیر وزیران ئې د لسونو ميلیونو ډالرو په اختلاس تورن دي په داسي حال کي چي اوس هم پر خپلو دندو دي.

ښاغلی لودین وايي دوی د وزیرانو په ګډون له نزدې۱۳۰تنو په فساد تورنو کسانو دوسیې لوی څارنوالۍ ته سپارلي دي خو تر اوسه ئې د پلي کېدو او تعقیب څرک نه لګیږي.

«که موږ له خپل یوه وزیر څخه وپوښتو چي تاسو پینځلس کاله دمخه څه لرل او اوس څه لرې، داسي وزیران شته چي اوس پینځه تر شپږو پوري داسي کورونه لري چي د هره یوه بیه لس ميلیونه ډالرو ته رسیږي، ایا د دولت په معاشونو د داسي کورونو اخیستل امکان لري، روښانه ده چي نه ئې لري او هر څه ئې په فساد جوړ کړي دي.»

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر له فساد سره د مبارزې له پاره د کرزي په نوي فرمان کي ټاکل شوې موده لنډه بولي او وایې، چي د افغان حکومت په ادارو کي د فساد ریښو د وچولو له پاره ډير وخت ته اړتیا ده.

په همدې حال کي د ولسي او مشرانو جرګې یو شمیر غړي وايي، چي دوی هم له اداري فساد سره د مبارزې دنده لري خو دا کمپاین هغه مهال په اغیزمنه توګه پلی کیدای شي چي د ملت د کور له دننه څخه د فساد ضد مبارزه پیل شي.

د ولسي جرګې غړی محمد عرفان په وینا لومړی باید هغه وکیلان وپیژندل شي چي په فساد کې ډوب دي، ظاهراً له فساد سره د مبارزې نارې وهي خو د پردې تر شا له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره معاملې کوي:

«وکیلانو راځۍ د هغو معامله ګرو او رشوت خورو وکیلانو نومونه بربنډ کړو، چي د پارلمان له څوکۍ څخه د خپلو شخصي ګټو له پاره کار اخلي، په دې سره به لږ تر لږه د پارلمان په دننه کي د فساد مخنیوی شوی وي او ترڅنګ به ئې زموږ پرحیثیت لګیدلی تور داغ هم سپین شي.»

له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کي حکومت له تیرو لسو کلونو راهیسي شاوخوا یوولس موازي ادارې جوړي کړي دي، خو په اصل کي فساد تر نن ورځي پوري مخ پر ډیریدو دئ.

داسي ویره هم شته چي که افغان حکومت د فساد پر وړاندي په مبارزه کي پاته راشي نو ښايي نړیواله ټولنه د توکیو په غونډه کي ژمني شوي نغدي مرستي کنګل او له ځنډ سره مخامخ کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل