1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لولا دي سيلوا د بين امللي عادلانه اقتصادي نظم غوښتونکی سو

۱۳۸۸ فروردین ۲۷, پنجشنبه

دلاتينې امريکې دهيوادونو د اقتصادي جرګې په پيل کي ، پرمختيايي او دصنعتي کيدلو درشل ته رسيدلي هيوادونه غواړي چي ديوه نوي نړيوال اقتصادي نظم په طرحه کي ددوی غوښتني او وړانديزونه وزنه ولري ...

https://p.dw.com/p/HYYm
د برازيل جمهوررييس لولا دي سيلوا
د برازيل جمهوررييس لولا دي سيلواانځور: AP

دغه خبره دبرازيل ددولت مشر لولا کوي .

دبرازيل ددولت مشر Luiz Inacio Lula da Silva دچارشنبې په ورځ د اپريل دمياشتي پر 15 نيټه په رې دې ژینيرو کښي دلاتيني امريکې دهيوادونو اقتصادي جرګې دپرانستلو په وخت کي داخبره جوته کړيده چي دروان مالي بحران او اقتصادي رکود دله منځه وړلو دپاره بايد په نړۍ کي داسي يو نوی اقتصادي نظم منځ ته راسي چي دعدالت او انصاف پر معيارونو وڅر خيږي . لولا په دغه غونډه کي چي په هغه کي د 35 هيوادونو څخه لږ تر لږه 550 تنه سياست مدارانو، او کارپوهانو ګډون درلودۍ ، وايي چي دانوې خبره نده او د20 کالو څخه راپديخوا ما داخبره کړې ده . او بيا وايي چي زما دپاره اصلاً دا خبره دمنلو وړ نده چي يوڅوک په مليونو ډالره ګټې ، يوازي ددې لاري چي کاغذونه دې خوا آخوا کوي خو هيڅ شی نه توليدوي .

لولا وايي چي دروان مالي بحران او اقتصادي رکود په بهير کي نن ورځ موږ ټول په داسي يوه کښتۍ کي ناست يو چي په اصطلا سوری سوې او اوبه ورته راځې ،نو موږ ددغي بيړي دسمولو دپاره بايد په ګډه هلي ځلي وکړو او څوک چي په اصطلا په دغه سوری سوې کښتۍ کي دلمړي او دوهم کلاس توپير کوي هغه به پرکږه لار روان وي .

دبرازيل ددولت دمشرلولا دي سيلوا په عقيده دروان مالي بحران او اقتصادي رکود سره دمبارزې دپاره دغني هيوادو له خوا کوم تدابير چي نيول سوي ،ښايي اغيزمن تدابير نه وي ،او په لندن کي د 20 هيوادونو په سرمشريزه کي دهيڅ يوې خوا څخه داسي يو وړانديز ندی شوی چي مجرب وي .

لولا دنړيوال وجهي صندوق دې عمل ته هم ګوته نيسي چي دبين امللي مالي او اقتصادي بحران درامنځ ته کيدلو څخه دمخه ددغه وجهي صندوق استازي به په هره مياشت کي پرمختيايي هيوادو ته سفرونه کول او هغوي ته به يې هدايت ورکاوه، چي دوی کومي پروژې په کار واچوي ، څه وکړي او څه ونکړي ، خو دوی د جرمني يا دامريکا د متحده ايالتوشرايطو او مناسباتو ته هيڅ ډول پاملرنه نه درلوده . په داسي حال کي چي مالي او اقتصادي بحران دصنعتي هيوادونو څخه راپورته سوی دی، نه دپرمختيايي هيوادونو څخه . چه که څه هم اوس پرمختيايي او دصنعتي کيدلو درشل ته رسيدلي هيوادونه هم بايد دروان مالي او اقتصادي بحران ستونزي وګالي .

جهاني بانک دلاتيني امريکا اقتصادي وضع دنړۍ دنوروسيمو په پرتله ښه ارزيابي کوي او وايي چي دلاتيني امريکې هيوادونه د بين امللي اقتصادي بحران سره دمبارزي دپاره په ښه ډول مجهز وه، او له همدي امله بين امللي مرستو ته اړ نه وه . خو دلاتيني امريکې دپاره د جهاني بانک مسوله Pamela Cox وايي چي دروان مالي او اقتصادي بحران اغيزي په لاتينه امريکا کي بل خيل ته دي ،نظر و لويديزي اوروپا ته . خو بياهم جهاني بانک دلاتينې امريکا دپاره خپل پورونه دوه چنده کړيدي او 14 ملياردو ډالرو ته لوړ سوي دي . کوکس وايي چي دلاتيني امريکا هيوادونه دسياليت په برخه کي زيات پروبلمونه نلري خو دلاتينې امريکا دهيوادونو پروبلم دادی چي په شته منو هيوادو کي دروان مالي بحران او اقتصادي رکود له امله دوی دپخوا په اندازه دلاتيني امريکې په هيوادونو کي خپلي پانګي په کار نه اچوي .

دلاتيني امريکا او کارابيک له 30 څخه په زياتو هيوادونو کي څه نا څه 550 مليونه وګړي ژوند کوي . خو له اقتصادي پلوه ددغي سيمي مهم هيوادونه برازيل او مکسيکو دي چي يوازي دغه دواړه هيوادونه په لاتينه امريکا کي په مجموعي ډول ددغي وچي 60 فيصده داخلي ناخالص عايدات جوړوي . نو له همدي کبله په دغه دواړو هيوادونو کي دروان مالي او اقتصادي بحران سره مبارزه ډير اهميت لري .

دلاتينې امريکا اقتصادي غونډه نن پاي ته رسيږي ، چي ددغي غونډي څخه وروسته دغونډي ډير برخه وال به Trinidad او Tobago ته سفر وکړي تر څو هلته « دامريکې په ستره غونډه کي » ګډون وکړي .

داونۍ په پاي کي دامريکا د وچي د 33 هيوادونو دولتي او حکومتي مشران بيا هم دنړۍ پر روان مالي او اقتصادي بحران باندي مشورتي خبري اتري کوي . دامريکا دمشرانو په دغه غونډه کي يوازنی هيواد چي ګډون نه کوي هغه کيوبا ده ، خو برازيل او کولمبيا غواړي چي په راتلونکي کي کيوبا ته هم په دغه غونډه کي بلنه ورکړل شي .

DW / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري