1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لویدیځه افریقا تر ټولو بې وزلې ده»

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

د المان د پرمختیایي چارو وزیر دیرک نیبل، څلور ورځې په لویدیځه افریقا کې پاتې کیږي. هغه د خپل سفر له پیل څخه مخکې وویل چې د افریقا دغه برخه د کورنیو جګړو له امله د بې وزلې په سمندر کې ډوبه ده.

https://p.dw.com/p/15lG5
انځور: picture-alliance/dpa

د المان د پرمختیایي چار وزیر دیریک نیبل، افریقا ته له خپله سفر سره غواړي چې د لویدیځې افریقا جګړه ځپلو هیوادونو ته د خپل هیواد بشري او ټولنیزې مرستې وړاندې کړي. نیبل مخکې له دې چې د خپل سفر لومړي تم ځای سیرالیون، ته ورسیږي ان په برلین کې وویل: «دا سفر د نړۍ هغې سیمې او هیوادونو ته دﺉ چې تر ټولو بې وزله دي. هغوی باید له پام څخه ونه غورځول شي او د هغوی له هڅو سره چې غواړي یو با ثبات دولت او حکومت ولري، باید مرسته وشي.»

نیبل په سیرالیون کې د دغه هیواد له مشرانو سره ولیدل او د المان د اقتصادي مرستو او په سیمه کې د ثبات د تینګښت په هکله ئې له هغوی سره خبرې اترې وکړي. هغه وویل چې په سیرالیون کې ثبات د ټولې لویدیځې افریقا له پاره اهمیت لري:

«په سیرالیون او بورکینافازو کې المان له خپلو پرمختیایي مرستو سره غواړي چې په ټوله لویدځه افریقا کې له ثبات سره مرسته وکړي.»

له نیبل سره په دې سفر کې د المان د پارلمان ځینې غړي او د مدنې ټولنې استازي ملګري دي. دغه المانۍ پلاوی غواړي چې له نزدې د افریقا په دغه سیمه کې وضعیت وڅاري.

سیرالیون او بورکینا فازو د نړۍ د ډیرو وروسته پاتې هیوادونو په ډله کې دي او د ملګرو ملتونو په پرمختیایي شاخص کې ډیر وروستی ځای لري. د بیلګې په توګه په سیرالیون کې دوه پر دریمه برخه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. دغه وگړي هر ورځ تر یوه ډالر لږ عاید لري. د ماشومانو د مړینې د کچې له لحاظه سیرلیون په ټوله نړۍ کې دریم ځای لري.

یرالیون د افریقا د جګړه ځپلو هیوادونو په جمله کی دئ. د ۱۹۹۱ کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې په دغه هیواد کې سختې جگړې وشوي چې له کبله ئې د یرالیون د بنسټيزو تأسیساتو زیاته برخه له منځه ولاړه. سر بیره پر دې په دغه هیواد کې ۷۰ سلنه ځوانان بیکاره دي او هیڅ مشغولیت نه لري.

په فری تاون کې خبرې اترې او د کډوالو له کمپ څخه لیدنه کتنه

د سیرالیون په پلازمینه فری تاون، کې له ولسمشر ارنست بای کورما سره په لیدنه کتنه کې د المان د پرمختیایي چارو وزیر د نوموړي هیواد د نومبر د میاشتی د ۱۷ نیټې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر اهمیت باندې خبرې وکړي: «موږ غواړو چې دا ټاکنې ازاده، عادلانه، شفافې او سوله ییزه وي.»

له ولسمشر سره تر لیدو وروسته دا المانی سیاستوال د کډوالو له یوه پخواني کمپ او دغه راز له کډوالو سره د لوژستیکي مرستو له بهیر څخه لیدنه کتنه وکړه. دا مرستې د المان له خوا دې هیواد ته ورکول کیږي.


دیرک نیبل د سیرالیون له مشرانو سره ژمنه وکړه چې له دغه هیواد سره به د کرهنې، کانونو د کیندولو او نورو پرمختیایي پروژو په برخه کې مرسته وکړي.

د دیرک نیبل د سفر دویم تم ځای بورکینا فازو دئ. د نوموړي هیواد په پلازمینه اواګادوګو کې هغه نه یوازې له سیاسي مشرانو بلکه د مدنې ټولنې له استازو سره هم ویني.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش