1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لویدیځ پر سوریي د برید څخه ولې ډډه کوي؟

۱۳۹۰ شهریور ۱۰, پنجشنبه

اروپايي ټولنه غواړي چي پر سورېې فشار زيات کړي تر څو د بشرالاسد ريژيم د خپل ولس د سولييز احتجاج په وړاندي د تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/12Rfm
د سوریي ولسمشر بشارالاسد
د سوریي ولسمشر بشارالاسدانځور: picture alliance/dpa

اروپايي هيوادونه غواړي پدې ترځ کي و اروپا ته د سوريې د تيلو پر واردولو بنديز ولگوي. دا پداسي حال کي ده چي د سوريې تقريبا 90 فيصده تېل اروپا رانيسي.

د المان هيواد چي په 2010 م مېلادي کال يې د سوريې د بشپړه توليد 32 فيصده تېل رانيولي ول، د سوريې د تيلو تر ټولو ستر رانيؤنکی دی. خو بيا هم دا اټکل کيږي چي د اروپايي ټولنې لخوا د تيلو بنديز به پر سوريې زيات اغېز ونه لري.

يوه وجه يې دا ده چي ښايي د اروپايي ټولنې پر ځای چين دې ته چمتو سي چي د سوريې تېل واخلي ولي چي په نړۍ واله توگه تر بل هر هيواد زياتو تيلو ته اړتيا لري. دويمه وجه د دغه ډول بنديزونو شاليد دی. د بېلگي په توگه د صدام حسين پر ريژيم د تيلو ورته بنديزونو هيڅ داسي اغېز ونه درلودی چي هغه د نړۍ والو غوښتنو ته سر کښيږدي.

خو دلته پوښتنه مطرح کيږي چي اروپا د لیبيا پر ضد پوځي لاره خپله کړه خو د سوريې خبره لا تر اوسه يوازي تر بنديزونه محدوده ده؟

پداسي حال کي چي ناټو او اروپايي هيوادونه غواړي چي د افغانستان او عراق څخه ژر تر ژره خپل عسکر وغواړي، نو دې ته زړه نه ښه کوي چي د عراق، افغانستان او د لبيا تر څنگ ځان ته يو بل د جگړې ميدان رامنځ ته کړي. د دې وجه ښايي دا نه وي چي ناټو او ټلوالې يې د جگړې څخه ستړي سوی دي بلکه يوه وجه دا هم ده چي سوريه د لبيا په شان لږ نفوس درلودونکی هیواد ندی.

لیبيا صرف 6 مليونه نفوس لري خو سوريه تر 20 مليونو څخه زيات نفوس لري. په سوريه کي د قدرت خلا ښايي ټوله سيمه ناقراره کړي چي پکښي اسرائيل هم راځي.

لوېديځوالو په نژدې ختيځ، عراق او لبيا کي داسي تجربه وکړه چي کړکېچونه د پوځي مداخلو وروسته لا پسي مغلقه سوي دي. اگرچه د اسرائيل د بشرالاسد څخه ډېر ښه نه راځي خو بيا هم ورسره اوږده تجربه لري او داسي فکر کوي چي اسد يو داسي سياستوال دی چي سياست ته يې اسرائیل اټکل کولای سي.

اسرائيل دا ويره لري چي که د اسد وروسته بل څوک پر واک راسي نو ښايي د هغه سياست د اټکل وړنه وي. له همدې وجې هم ناټو امريکا او اروپايي ټولنه هڅه کوي چي د بشرالاسد ريژيم د بنديزونو په مرسته دې ته مجبوره کړي چي د خپل ولس پر ضد د تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

خو دا چي پدې ترڅ کي پر سوريه اوس د تيلو بنديز لگول کيږي نو زيات کارپوهان د دې اټکل نه کوی چي دغه بنديز به دمشق دې ته مجبوره کړلای سي چي خپل دريځ بدل کړي.

فېلیپ پیتر/ احمدولي اچکزی
کتونکی/ سید ریاض