1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځوال بايد د ايران سره د خبرو اترو لاره غوړه کړي

۱۳۸۸ خرداد ۲۵, دوشنبه

يو اسرايلي مبصر وايي، په واقعيت کي د ايران د ټاکنو نتيجه د اسرايلو دسياست لپاره هيڅ خرابه نده او که جورج بوش هم لا تراوسه پر قدرت واي، نو له خوشحالۍ څخه به يي لاسونه سره سولولي وای...

https://p.dw.com/p/I9t9
د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد
د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژادانځور: AP

ځکه چي د دښمن د يو انځور په حيث ايران په خپل حال پاته کيږي . خو د اوباما په برخه کي دا بل ډول ده. ده دا ښه کار وکړ چي، د ايران له ټاکنو څخه پخوايي احتياط غوره کړ، او د هيڅ يو کانديد پلوي يې ونه کړه. دا ددې له پاره ښه وو چي، يو خو ددې انتظارکيده چي که تراوسنيو شرايطو لاندي هم، نوای د احمدي نژاد دبريا امکان وو. او له بله خوا د امريکا د حکومت پلوي به هربل کانديد لا له ټاکنو څخه پخوا ځپلي وای.

ددښمن د انځور مسله دمقابلې خوا په برخه کي هم صدق کوي. احمدي نژاد له ټاکنو څخه پخوا پر خپلو لاندي شويو سيالانو باندي تورلګاوو چي دبهرنيو هيوادونو ګوډاګي دي . داد ده لدې شهرت سره ډیر ښه سمون لري چي وايي د انقلاب پالونکي، او د هغو کسانوانتقام اخيستونکی دی، چي حقونه يي تلف شوي دي.

خو نوموړی جمهورريیس ددې بد ويلو سره سره، غواړي چي له بهرنيو هيوادونو په تيره بيا د امريکا له متحده ايالاتو سره خبري وکړي. خودی نغواړي چي په هغو مسايلو چي تل لويديز خبريکول پري غواړي،لکه د ښځي دنقش، د بشري حقونو، اويا د اټوم پر پوښتنو باندي وږغږي، بلکي دی غواړی چي اوباما ته توضيح کړي چي يوه ښه اونوې نړۍ څه شانته وي. داسي نړۍ چي يوازي لږ کسان قدرت پکښي ونلري، بلکي د ټولي نړۍ وګړی پکښي قدرت ولري. دا هم پدې برخه کي ده ته مرسته کوي چي د خپل هيواد په ټاکنوکي خپلي بريا ته ګوته ونيسي. خو داخبري به په اوباما باندي کوم اثر ونلري.

د امريکا د متحده ايالتونو جمهوررييس او د هغه مهم نژدې لويديزوال ملګري پدې ډير ښه پوهيږي چي، د يورانيومو دغني کولو څخه د صرف نظر په برخه کي د دوي تقاضا د ايران لخوا نه منل کيږي . او پدي هم پوهيږي چي دوی به دجمهوري رياست د نورو کانديدانو د بري په صورت کي هم له ګڼو ګواښونو سره مخامخ شوي واي. په غير رسمي توګه دابيخي منل شوې ده، چي ايران يو اټومي ځواک دی. حتي په اسراييلوکي هم دخلکو د نظر دپوښتلو له نتيجې څخه څرګنديږي، چي ډيريو، دا اوس منلې او زغملې ده. خو له ايران سره د خبرو اترو اهميت لدي امله نه لګيږي.

پدي وروستيو کلونوکي ډیري لانجي سر پر سر راغلي اوسره ګيډي شوي دي. نوپه راتلونکو څلوروکالوکي به پداسي حال کي چي د خبرو نتيجه هم ډاډه نه ده، ددې انتظار نه کيږي چي دا لانجي به ليري شي. ايران نغواړي چي څوک يي وصي وي اوهمدا خبره اوباما هم ردوي.

دا چي د امريکا متحده ايالات هم د يو په زړه، اوخوښي سره سم، د خبرو اترو دمقابل لوري هيله درلوده پدي کي شک نشته .خوسړي خپل دښمن په خپله ټاکلي نشي، نوله همدې سره بايد خپل اختلافات حل کړي دا ډاډه ده چي ايرانيان په تيره بيا هغه کسان به چي اوس مايوسه شوي دي دخبرو اترو د کولو ښه هرکلی وکړي. دوی به د زورزياتي پلويان نوي، ځکه چي دا د رنځونو، او د لاډيرو ترفشارلاندي نيول کيدو سبب کيږي.

دهمدې له پاره به اوس ډيري په ويري سره ددي په انتظارکي وي چي، احمدي نژاد په هيواد کي دننه سیاست کي څه په پام کي لري. دي غواړي چي د اداري فساد سره مبارزه وکړي که څه هم ده دا کار په تيرو څلورو کالو کي هم کولاي شواي.

Philipp, Peter/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل