1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځ د افغانستان پر موضوع د امريکا او ايران همکاري غواړي

۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعه

لوېديځ هيوادونه هڅه کوي چي په افغانستان کي د امنيت راوستلو په خاطر د ايران او امريکا تر منځ همکاري رامنځ ته سي. دا ځکه چي تهران له طالبانو سره اړيکي ساتي.

https://p.dw.com/p/3Nzig
Symbolbild Kündigung Atomabkommen mit Iran durch USA
انځور: Getty Images/AFP/C. Barria

د امريکا متحده ايالاتو او ايران تر منځ له منځګړيتوب کوونکو منابعو څخه ويل سوي دي، چي په افغانستان کي د ايران او امریکا متحده ايالاتو مشترکې ګټي سته. دا په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ غواړي چي د افغانستان جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د رويترز خبري آژانس د يو مفصل راپور له مخي يوې سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط ورته ويلي دي چي د ايران او امریکا متحده ايالاتو له پاره »افغانستان داسي يو ډګر دی، چي پکښي مشترک دريځ موجود دی.«

رويترز ليکلي دي چي لوېديځ هيوادونه چي د امريکا متحده ايالاتو تر منځ منځګړيتوب کوي، هغوی په دې لټه کي دي چي د افغانستان پر موضوع د واشنګټن او تهران تر منځ همکاري رامنځ ته سي. دا په داسي حال کي چي په تيرو وختونو کي د دواړو هيوادونو تر منځ اختلافات زيات سوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او سپيني ماڼۍ په دې اړه له تبصره کولو څخه ډډه کړې ده.
 

ايران هم دا ردوي چي گويا د پردې تر شا دي د پټو کانالونو له لاري له امريکا  متحده ايالاتو سره پر کومه موضوع خبري روانې وي.

د تهران او واشنګټن گډي لېوالتياوي

د رويترز په راپور کي راغلي دي چي که د امریکا متحده ايالاتو ۲۰ زره عسکر له افغانستان څخه ووځي نو داسي بيري سته چي ښايي په افغانستان کي کورنۍ جګړه رامنځ ته او په دغه هيواد کي بيا طالبان واکمن سي او په دې توګه القاعده او نورو سني توندلارو ډلو ته ميدان خالي سي.

د راپور له مخي همدغه بيره هغه شی دی چي د تهران او واشنګټن تر منځ مشترک دی، ځکه چي دواړه هيوادونه داسي يو حالت نه غواړي.

د تهران او واشنګټن تر منځ په افغانستان کي يوه بله گډه لېوالتيا دا ياده سوې ده چي دواړه اړخونه له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو غوښتونکي دي.

خو هيڅ داسي نخښې نه تر سترګو کيږي چي ګواکي تهران او واشنګټن چمتو وي چي خپلې نوري ټولې لانجې يو اړخ ته کړي او د افغانستان پر موضوع همکاري سره وکړي.

ياد خبري آژانس له داسي يو پيغام څخه خبره کړې ده چي واشنګټن ته د ايران د اندېښنو په تړاو لېږدول سوی او دغه خبري آژانس لوستی دی. په دغه پيغام کي يو لوړپوړي ايراني چارواکي ويلي دي چي زلمي خليلزاد له طالبانو سره په مستقيمو خبرو کي »تر اندازې زياته لنډه لار« خپله کړې ده.

په خبرو اترو کي د طالبانو »سياسي برلاستوب«

د ايراني چارواکي په پيغام کي راغلي دي چي د زلمي خليلزاد تګلارې طالبانو ته »سياسي برلاستوب« بخښلی دی او هغوی په نظامي توګه هم د پرمختګ په حال کي دي. زياته سوې ده چي طالب مشرانو ايرانيانو ته ويلي دي چي طالبان به »بې له اسلامي امارت او بې له داسي حکومته چي طالبان پکښي برلاسه نه وي، بل هيڅ شی ونه مني.«

ايران چي پکښي د شعيه مذهبو اکثريت دی له سني طالبانو سره يې د هغوی د واکمنۍ پر وخت سختې لانجې لرلې. کله چي په ۱۹۹۸م کال ۸ ايراني دپلوماتان د افغانستان په شمال کي ووژل سول، نژدې وه چي د دواړو اړخونو تر منځ جګړه پيل سي.

خو د طالبانو رژيم تر راپرځېدلو وروسته د جوړ سوي لومړي افغان حکومت د هغه مهال د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي ويلي دي چي تهران تر۲۰۰۱م کال وروسته له طالبانو سره اړیکي جوړي کړي دي. د نوموړي په وينا د افغانستان د سولې په پروسه کي ونډه اخيستل د ايران له پاره »يوه ډېره ښه موقع« ده.

په راپور کي راغلي دي چي له بله اړخه ايران په افغانستان کي له شعيه هزاره ګانو سره نژدې اړيکي ساتي چي د دغې ډلې په هکله ويل کيږي چي د افغانستان دريمه لويه ايتنيکي ډله ده.

افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو پخواني سفير راين کروکر ويلي دي چي دا خبره لا نه ده معلومه چي ايا ايران به د افغانستان د سولې په پروسه کي بامعنی رول ولوبوي که نه. د نوموړي په وينا دا لا هم نه ده معلومه چي که حتی ايران داسي و هم غواړي، نو ايا امريکا متحده ايالات به د دې کار اجازه ورکړي که نه.

رايټرز/ا.و.ا./ن.ز.