1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليبيا له خپلو گاونډيانو سره سرحدونه تړي

۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/173pV

لیبیا له خپلو گاونډیو هیوادونو نایجیر، چاد، سوډان او الجزایر سره په مؤقتي توگه د خپلو پولو د تړلو اعلان کړی دی. د دغه هیواد ملي شورا په طرابلس کې د دغه هیواد په سویلي برخه کې د امنیتې وضعې د خرابیدو له امله د دغه گام د اخیسلتو پریکړه کړې ده. په دې اساس د لیبیا جنوب د یوې پوځي حوزې په توگه اعلان شوی دی. د لیبیا د پارلمان یوه غړي دغه تصمیم ته په اشارې سره ویلي دي چې د دغه گام موخه د غیر قانوني کډوالو مخنیوی دی، چې ښایي په مالي هیواد کې تر یوې احتمالي پوځي مداخلې وروسته دغه کډوال له پولو راواوړي. د مالي هیواد له الجزاير سره گډه پوله لري.