1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليبيا: پررژيم نيوکي کونکي زنداني کيږي

حسن » بری «۱۳۸۵ دی ۲, شنبه

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ د څرگندونوله مخې، د ليبيا امنيتي دولتي ادارې محمد ادريس » بوفايد « چې د ليبيا د دولت د مشر معمر» القذافي « مخالف دی اونيوکې پرې کوي، له څه باندې يوې نيمې مياشتې راهيسې کوټه قلف کړيدی.

https://p.dw.com/p/DMr6
معمر » القذافي «
معمر » القذافي «انځور: AP

محمدادريس » بوفايد « په ١٩٨٢ ميلادي کال کې په ليبياکې د طب پوهنځی پايته ورسوی، له ١٩٩٠ ميلادي کال راهيسې يې په سويس کې د سياسي پناه غوښتونکي په توگه ژوندکوی او د ډاکټرپه توگه د کارکولوترڅنگ د اصلاحاتوملي ټولنه په نوم د ليبيايۍ اپوزيسيون ډلې مشر ؤ. د محمدادريس » بوفايد « د کورنۍ د څرگندونوله مخې، نوموړی د روان ميلادي کال د نومبر د مياشتې په ٥ نيټه، ليبياته د يوه سفرپه ترڅ کې، د ليبيايي امنيتي ادارولخواونيول شو اوله نيولوراهيسې يې د هستوگنې ځای معلوم ندی.

د معمر » القذافي « تش په نامه ژمنې
» بوفايد « په سويس کې تر ١٦ کلونوتبعيد وروسته د روان ميلادي کال د سپټمبر په ٣٠ نيټه بيرته ليبياته ستون شو. په تيروکلونوکې د ليبيا د دولت مشر معمر » القذافي « اونوروحکومتي جگپوړه چارواکو په ډاگه ژمنه کوله چې، د ليبياپررژيم انتقادکونکي پرته لدې چې کومه ستونزه ورته جوړه شي، بيرته ليبياته ستنيدلای شي. خو له محمدادريس » بوفايد « نه، ليبياته ترستنيدو وروسته، د امنيتي ادارولخوا څوځلې تحقيق وشو او دستور ورکړشوچې د روان ميلادي کال د نومبر د مياشتې په ٥ نيټه د طرابلس امنيتي ادارې ته حاضرشي. او لدغې نيټې راهيسې محمدادريس » بوفايد « زنداني دی او د حبس ځای يې نامعلوم.