1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

لږ خوب په سالنډي د اخته کیدلو خطر زیاتوي

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

د کانادايې څيړونکو په وروستیو څيړنو کې جوته شوي ده چې د شپې ناوخته ويده کیدل او سهار ناوخته پاڅيدل په ځوانانو کې د سخت حساسيت، التهابي ناروغيو او تنفسي لکه سالنډي د اخته کيدلو خطر زياتوي.

https://p.dw.com/p/3f67T
Symbolbild Traum Albtraum Schlafen
انځور: Colourbox

د څيړونکو په وینا کیداې شي په سالنډي، حساسيت يا الرژي د اخته کيدلو خطر د هورموني ګډوډيو له کبله وی چې د نامنظمه خوب سره تړاو لري.

يا په ساده ژبه د هورمونو ملاتونين د بدن په دننه کې د ساعت تنظيم کوونکې په توګه کار کوی، په کم خوب سره په کې ګډوډې راځې او داسې ستونزې لکه ژور خفګان، ستړیا، حساسيت او آن د وزن ډيريدل له ځان سره لري.

دغه راز کم خوب کول او بیداره پاتيدل له (آپنه) غدې سره مل ده، چې دا د انسان په مغزو کې د خوب یا بيديدلو د سمون ورکوونکې په توګه کار کوي. په خوب يا بیدیدلو کې ګډوډې په لویانو او ماشومانو کي د تنفسي ستونزو سبب کيږې.

پخوانيو څيړنو ښودلې وه چې په سالنډۍ باندې د اخته کيدلو خطر په هغه کسانو کې چې څه نا څه په اونۍ کې يو ځل بې خوبه کيږې او يا ښه خوب نه شي کولې،۹۴ سلنه ډير دی.

څيړونکې د روغتياي ستونزو مخ نیوې له پاره د شپې اته ساعته خوب ضرورې ګڼې. د يادونې وړ ده،چې د ملاتونین بشپړونکو موادو مصرف د هغه کسانو له پاره چې د شپې له بې خوبۍ څخه زوریږې،ورته ګټه رسولې شي.