1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لښکرگاه: څلور تنه افغان پوليس په يو ځانوژونکي بريد کې وژل شوي دي

۱۳۸۶ فروردین ۷, سه‌شنبه

په لښکرگاه کې د پوليسو يوې قوماندانۍ مخې ته يوه ځانوژونکي ځان او څلور تنه پوليس په يو بم والوځول. يو بل تن پوليس په دغې پېښې کې ټپي شوی هم دی. دغه څرگندونې په نوموړي ښار کې د پوليسو مشر غلام نبي ملاخېل وکړې.

https://p.dw.com/p/DKAN
بريدکونکي د پوليسو دريشي يا يونيفورم اغوستی و
بريدکونکي د پوليسو دريشي يا يونيفورم اغوستی وانځور: AP
بريدکونکي د څرگندونو له مخې د پوليسو دريشي اغوستې وه او هڅه يې کوله چې ودانۍ ته ننوځي. ساتونکو په خپل وار کوښښ کاوه چې بريدکونکی تلاشي کړي، دا په داسې حال کې چې بم وچاودېد. ملکي وگړو ته په دغه پېښه کې زيان نه دی رسېدلی. بلې غاړې ته د هېواد په ختيځ کې مشکوکو طالبانو په افغاني امنيتي ځواکونو باندې ډزې کړي دي، چې په اخ و ډب کې بيا شپږ تنه اورپکي وژل شوي دی. يوه ښځه هم په دې نښتو کې ژوبل شوې ده. خو پوليسو ته په دې پېښه کې کوم زيان نه دی رسېدلی.