1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیبیا: تر دری زرو ډير غیرقانوني مهاجر نیول شوي

۱۳۹۶ مهر ۱۶, یکشنبه

په لیبیا کې امنیتي چارواکي وایې چې د حکومت اتحادي ځواکونو د انساني قاچاق په مرکز صبراته کې تر ۳۰۰۰ ډیر غیر قانوني مهاجر نيولي دي. دغه مهاجر اروپا ته د رسیدو په نیت دلته راغلي ول.

https://p.dw.com/p/2lTId
Libyen Tripolis Flüchtlingslager Sika road
انځور: DW/Maryline Dumas

د لیبیا د متحد حکومت د اتحادي ځواکونو قوماندان باسم غربلي ویلي دي: «موږ د عربي، آسیایې او مختلفو افریقایې هیوادونو ۳۱۵۰ تنه پناغوښتونکي نیولي دي».

د باسم ځواکونو د جمعې په ورځ ویلي وو چې دوی تر دری اونیو پرله پسې جګړو وروسته د مقابل لوري ملیشه په شا تمبولي دي. د دې ملیشه و رهبري د انساني قاچاق د یوې پخوانۍ ډلې یا بانډ مشر کوله.

د لیبیا د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې د حکومتي ځواکونو او ملیشه و تر منځ جګړه کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي. په دې جګړه کې د صبراته ښوونځیو او روغتونونو ته هم زیان رسیدلی دی.

سربیره پر دې د یونیسکو له خوا نړیوال میراث ګڼل شوي محفوظ نه دي پاتې شوي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د لویدیځ دفاعي تړون ناټو د ملاتړ درلودونکي انقلاب په ترڅ کې د معمر القذافي د اوږدې مودې واکمنۍ پای ته ورسول شوه او قذافي هم ووژل شو. وروسته تر دې دغه ښار د هغو مهاجرو د پټیدو په مرکز بدل شو چې په غیر قانوني توګه اروپا ته د رسیدو په هڅه کې ول.

یو شمیر سیمه ایزو انساني قاچاقبرانو له خراب امنیتي وضعیت څخه په استفادې د ښار ډیرې لویې برخې تر خپل کنترول لاندې نیولي دي، چیري چې دوی هره ورځ په لسګونه مهاجر په کیشتیو کې کښینوي او د اروپا پر لور یې سمندري سفر ته تیاروي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د لیبیا له مختلفو ساحلي سیمو څخه د انساني قاچاق له پاره کار اخیستل کیږي. انساني قاچاقبرانو په هغو سیمو کې خپل فعالیتونه متمرکز کړي دي چې ډیر مشهور نه دي او لږه استفاده ترې کیږي.

دوی مهاجر په زړو، کمزور او پلاستیکي کیشتیو کې سپروي او د ایټالیې، یونان او هسپانیې ساحلي سیمو او ټاپوګانو ته یې استوي او دغه لړۍ یې جاري ساتلی ده.