1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لیبیا کې اته سوه زره افریقایان اروپا د تلو په تمه دي»

آژانسونه / ک. ص.۱۳۹۵ خرداد ۱۲, چهارشنبه

تیره اونۍ لیبیا څخه د مدیترانې سمندرګي له لارې ايټالیا ته د راتلونکو مهاجرو کشتي ګانې ډوبې شوې چې له امله لسګونه مهاجر مړه شول، د دغو ټولو خطرونو سربیره لا هم په سلګونه زره کسان په لیبیا کې اروپا ته د تلو په تمه ناست دي.

https://p.dw.com/p/1Iy57
انځور: DW/K. Zurutuza

تیره اوونۍ په مدیترانه سمندرګي کې، اروپا ته تلونکي ۱۳ زره مهاجر وژغورل شول. په دې لړ په درو پیښو کې ګڼ شمیر مهاجر مړه شوې هم دي. پوښتنه دا ده چې خلک ولې له دغې خطره ډګې لار اروپا ته د تلو شوق کوي؟

لیبیا څخه د مدیترانې سمندرګي له لارې ایټالیا ته لا هم د رسیدونکو مهاجرو په شمیره کې کموالی ندی راغلی. په روان کال کې ۴۶۷۰۰ تنه کسان په دې توانیدلې چې د مرګوني خطرونو په منلو سره له دغې لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. د آلمان خیریې ادارې (سي واچ) د یوه کمکي وژل شوي ماشوم انځور خپور کړی دی. دغې ادارې ویلي دي چې دغه انځور یې ځکه خپور کړی تر څو اروپايي چارواکي د مهاجرت د کړکیچ په هکله تر ډیره فعاله واوسي.

د تیر کال په پنځو میاشتو کې د مدیترانې له سمندرګي څخه ایټالیا ته ۴۷۴۶۳ تنه مهاجر راغلي وو.

د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي آر) پر بنسټ، د ايټالیا ساحلي ځواکونو د تیرې اوونۍ په اوږدو هره ورځ په اوسط ډول ۱۵ کيشتي یې نیولي دي. په دغو کیشتیو کې له شمالي افریقا څخه اروپا مهاجر لیږدول کیدل. په داسې حال کې ده چې د می میاشتې په دننه کې له دغې لارې ايټالیا ته د راتلونکو مهاجرو شمیره د تیرو ۱۲ میاشتو په پرتله ښکته شوې وه.

د ترکيې او اروپايې ټولنې د تړون په اړه غلطې انګیرنې

دا انګیرنه غلطه ثابته شوې چې ګواګې د مهاجرت په باب د اروپايي اتحاديې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له عملي کیدو وروسته، اروپا ته تلونکي مهاجر د آژه سمندرګې او یونان دلارې پر ځای د مدیترانې سمندرګي او ايټالیا له لارې کار اخلي، دا ځکه چې په دې باب تر اوسه داسې کوم کره شواهد شتون نلري. دا په داسې حال کې ده چې ايتالیا ته اکثره رسیدلي مهاجر د شمالي افریقا ملکونو څخه دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د ماشومانو د ژغورې ادارې پر بنسټ، په روان کال کې ايټالیا ته د رسیدو په لار کې لږ تر لږه ۱۷۰۰ تنه کسان مړه شوی دي. په دغې شمیره کې هغه مړه شوي مهاجر هم شامل دي چې تیره اوونۍ یې کشتۍ د ايټاليا پر لور د تلو پر وخت سمندر کې ډوبه شوې وه.

د مهاجرو په برخه کې د نړیوالې ادارې د رپوټ له مخې، د تیر کال په همدې موده کې ۱۷۸۰ تنه مهاجر اروپا ته د راوښتو پر وخت د مدیترانې په سمندرګي کې مړه شوي ول.

اروپا ته د تلو لپاره د هر ډول خطر منل

یوروپول او انټرپول په می میاشت کې یو ګډ رپوټ خپور کړ. رپوټ کې ویل شوي دي چې دمګړۍ په لیبیا کې ۸۰۰ زره مهاجر اروپا ته د تلو په نیت ناست دي. رپوټ کې راغلي چې دغه کسان اروپا ته د تلو په خاطر د خپل ژوند هر ډول خطر منلو لپاره تیار دي.

تر دې دمخه داسې رپوټونو هم خپاره شوي دي چې اروپا ته د مهاجرت په لارو کې د ښځینه مهاجرو، نجونو او ماشومانو له مجبوریتونو څخه په کار اخیستنې دغه کسان د انساني قاچاق وړنکو لخوا جنسي او جسمي کارونو ته اړ ویستل شوي دي.