1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لېبیا د ویشل کیدو پر لور روانه ده

انه انمېلینگ/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۳, جمعه

د لېبیا د پخواني واکمن معمرالقذافي، تر راپرځیدو درې کاله وروسته دغه هیواد د واک پر سر د جگړې له کبله د ویشل کیدو په درشل کې دی. امنیتي وضعیت ډیر خراب دی او دغه هیواد له یوې کورنۍ جگړې سره د مخامخیدو په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/1DmpW
انځور: Abdullah Doma/AFP/Getty Images

په پلازمینه طرابلس کې بمي چاودنې، په ختیځ ښار طبرق کې یرغلونه او په بنغازي ښار کې د رقیبو ملیشو تر منځ خونړۍ جگړې؛ داسې ورځ نه شته چې له دغه هیواد څخه د تاوتریخوالي ډک خبرونه تر لاسه نه شي. د بیلگې په توگه د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد په پلازمینه طرابلس کې دوه موټربمونه وچاودیدل. د چهارشنبې په ورځ د لېبیا په ختیځ کې په یو شمیر چاودونو کې پنځو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. وروستیو پیښو وښووله چې مسوولین د وضعې د کنترول توان نه لري.

دوه حکومتونه، دوه پارلمانونه

په لېبیا کې دوه حکومتونه او دوه پارلمانونه د واک ادعا لري. یوه ډله د تندلارو اسلامپالو له لوري رهبري کیږي او بله یې د مخالفینو له لوري. دواړه ډلې د نفوذ، پیسو او طبیعي زیرمو د تر لاسه کولو له پاره یو له بل سره جنگیږي او د ډیر شمیر ملیشو له ملاتړ څخه برخمنې دي. دواړه ډلې پر وسلو سمبالي دي او د لېبیا د پخواني واکمن معمرالقذافي چې ډیره موده یې پر دغه هیواد واکمني وکړه، د راپرځولو له پاره یې په گډه مبارزه کړې وه. خو د قذافي تر راپرځیدو وروسته هغوی د خپلو گټو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. خو دغه هڅې د لېبیا له پاره په ډیره لوړه بیه تمامیږي.

د آلمان د ماینڅ ښار په پوهنتون کې د عربۍ نړۍ د څیړونو د مرکز پروفیسر گونتر مایر، په دې هکله وایي: «په لېبیا کې یو ډول کورنۍ جگړه روانه ده، چې د یرغلونو، بمي بریدونو او د انسانانو د تښتونې په واسطه پر مخ وړل کیږي. دې وضعې په لېبیا کې یو عادي ژوند ناممکنه کړی دی.»

لېبیا تر سختو بمي بریدونو لاندې

د خراب امنیتي وضعیت یو دلیل دا دی چې په لېبیا کې سیاسي بنسټونه ډیر سخت کمزوري شوي دي او یا هیڅ وجود نه لري. سړی کولای شي ووايي چې د دې ثمره هم قذافي ته ورځي. قذافي چې ځان یې په خپل سر د انقلاب مشر نومولی وو غوښتل یې چې هر رنگه رقابت په اصطلاح په نطفه کې خنثی کړي. د بیلگې په توگه هغه پوځ او منظم امنیتي ځواکونو ته هیڅ توجه نه ده کړې او د هغې پر ځای یې خپله ټوله توجه د ولسمشرۍ ماڼۍ گارد ته اړولې وه.

لېبیا په دې وروستیو کې سختو بمي بریدونو لړولې ده
لېبیا په دې وروستیو کې سختو بمي بریدونو لړولې دهانځور: M. Turkia/AFP/Getty Images

د قذافي تر وژول کیدو وروسته، پلان دا وو چې ملیشې به په امنیتي ځواکونو کې ادغام شي خو دا کار تر سره نه شو او برعکس ملیشو خپلې پیسې له دولته تر لاسه کولې او د خپلو قبیلو د گټو او یا د خپل ښار له پاره جنگیدل.

طبرق، د طرابلس پر وړاندې

که څه هم اوس د لېبیا په اړه څه ویل ډیر سخت دي، خو ځیني څیړونکي د دغه هیواد د تقسمیدو اټکلونه کوي. په ۱۹۶۳م کال کې د طرابلس، برقه او فاسان سیمې چې تر دغه وخته یې د خپلواکمنۍ غوښتنه کوله له مرکزي دولت سره یوځای شوې. خو دغه یووالي ته اوس سخت خطر متوجه دی. دا ځکه چې تندلارو اسلامپالو په ټاکنو کې خپله ماتې و نه منله او د اگست په میاشت کې یې د مصراته د ملیشو په مرسته پلازمینه طرابلس ولکه کړ.

پر دې سربیره هغوی په دې وتوانیدل چې د دغه هیواد د یوې لوړې محکمې د پریکړې پر اساس د جون په میاشت کې ټاکل شوی پارلمان غیر قانوني اعلان کړي. د دې پر ځای اسلامپالو خپل پارلمان جوړ کړ.

د منځني ختیځ د چارو کارپوه گونتر مایر، په دې هکله وایي: «دغه ټول په عربي نړۍ کې د بل په استازیتوب جگړه ده. د اسلامپالو اړخ د قطر او ترکیې له ملاتړ څخه برخمن دي او په عین وخت کې په رسمي توگه پیژندل شوی حکومت د مصر او متحده عربي اماراتو له لوري حمایه کیږي.»

په رسمي توگه ټاکل شوی پارلمان له ډیر وخت راهیسې په طرابلس کې غونډې نه کوي بلکې د دې پر ځای د مصر پولې ته څیرمه د طبرق په ښار کې د پارلمان مجلسونه تر سره کوي. پر دې سربیره د لېبیا هیواد په ختیځ کې هم د تندلارو اسلامپالو او د مخالفینو تر منځ وضعه کړکیچنه ده.

د ثبات، ارمان یا تلوسه

د لېبیا پلازمېنه طرابلس، د اسلامپالو په ولکه کې ده
د لېبیا پلازمېنه طرابلس، د اسلامپالو په ولکه کې دهانځور: picture-alliance/dpa

عملا له اوږدې مودې راهیسې لېبیا د جهادیانو پر پټنځای باندې اوښتې ده. د لېبیا په ختیځ ښار درنه، کې «د ځوانانو اسلامي شورا» د افراطي اسلامي دولت، نومې ډلې سره بعیت کړی دی. دغه ښار د قذافي د واکمنۍ پر مهال د تندلارو اسلامپالو پوخ سنگر گڼل کیده. د اسلامي دولت، افراطي ترهگره ډله په عراق او سوریه کې ډیر شمیر سیمي تر خپل کنترول لاندې لري.

په درنه ښار کې دولتي ادارې ډیر کم نفوذ لري. گونتر مایر دغه وضعیت ته په کتو سره وایي چې په لېبیا کې دولت ناکامه شوی دی. د هغه په وینا داسې دولتي واک نه شته چې دغه هیواد کنترول کړي. گونتر یادونه کوي چې په تیرو درو کلونو کې وضعیت په ډراماتیک شکل خراب شوی دی. مایر زیاتوي: «ډیر لېبیایان د قذافي تر واکمنۍ لاندې د ثبات ارمان کوي، که څه هم هغه یو دیکتاتور وو.»