1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارتين شولڅ: په ایتلافي حکومت کې نه شاملیږو

۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبه

که څه هم لومړني وړاندوینې د میرکل او شولڅ ګوندونه په ترتیب سره په لومړي او دویم ځای کې ښيي خو دواړو ګونوندو په بوندستاګ کې څوکې له لاسه ورکړي دي. شولڅ تر ټاکنو وروسته وویل چې له میرکل سره به ایتلافي حکومت جوړ نه کړي.

https://p.dw.com/p/2kcJv
Bundestagswahl 2017 | SPD - Martin Schulz, Kanzlerkandidat
انځور: Reuters/M. Dalder

د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته لومړۍ وړاند ویني ښيي چې د میرکل د CSU/SDU ګوندونو اتحاد د ۳۲،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر نورو مخکې دی. په دویم ځای کې د مارتین شولڅ سوسیال دیموګرات یا SPD ګوند راغلی چې ۲۰ سلنه رایې یې ګټلي. خو په دریم ځای کې بیا د مهاجرو ضد د آلمان له پاره بدیل ګوند راغلی دی.

دغه «د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD» د ۱۳،۵ سلنه رایو تر لاسه کولو سره راغلی دی. له دې سره نو دغه ګوند د لومړي ځل له پاره د آلمان فدرال پارلمان با بوندستاګ ته لار موندي.

د آلمان په ټاکنو کې دریم ځای له ځانګړي اهمیت څخه برخمن وي، ځکه چې له دې سره نو روښانیږي چې د CSU/SDU او SPD تر څنګ کوم ګوند و وړونکو ګوندونو تر منځ مخکښ دی.

په څلورم ځای کې آزاد دیموکرات ګوند یا FDP د ۱۰،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره راغلی دی. په پنځم او شپږمو ځایونو کې بیا په ترتیب سره زرغون ګوند د ۹،۵ سلنه رایو سره او کیڼ اړخی ګوند له ۹ سلنه رایو سره راغلي دي.

د ټاکنو ګټونکي او بایلونکي

که څه هم د میرکل ګوند تر نورو مخکښ دی، خو دې ګوند د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د تیرو ټاکنو په پرتله ۸،۸ سلنه رایې بایللي دي. د مارتین شولڅ آزاد دیموکرات ګوند بیا د تیرو ټاکنو په پرتله ۵،۵ سلنه له لاسه ورکړي دي.

د ټاکنو اصلي ګټونکي بیا واړه ګوندونه دي چې د پخوا په پرتله یې ډیري رایی ترلاسه کړي دي. په سر کې د آلمان له پاره بدیل ګوند دی چې د لومړي ځل له پاره به پارلمان ته لار وموندی.

د لومړنیو وړاند وینو له مخې به د انګلا میرګل د ګوندنو ایتلاف په پارلمان کې ۲۱۷ څوکۍ، د مارتین شولڅ ګوند ۱۳۴ څوکۍ، د آلمان له پاره بدیل ګوند ۸۹، آزاد دیموکرات ګوند ۷۰، زرغون ګوند ۶۲ او کیڼ اړخي ۵۹ څوکۍ خپلې کړي.

دا یوازې لومړنۍ پایلې دي. او تر دې لږ وروسته به رسمي لومړنۍ پایلې اعلان شي چې کیدای شي ورسره د څوکیو شمیر هم بدلون ومومي.

راتلونکي حکومت به د کومو ګوندونو وي

اوس نو د ټولو سترګې دې ته دي چې میرکل به له کوم ګوند او یا هم ګوندونو سره ایتلاف کوي. مارتین شولڅ د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د خپل ګوند یوې غونډې ته وویل: «نن یوه سخته ورځ ده... موږ هغه بریا چې غوښته ترلاسه نه کړه.»

شولڅ ټینګار وکړ چې که څه هم د ګوند رایې یې کمې دي خو بیا به هم له هغو څوکیو سره چې په لاس کې لري د خپل ګوند د اصولو له پاره مبارزه وکړي.

شولڅ ټینګار وکړ چې د ښې اړخه ګوندونو له پیاوړي کیدو سره باید نورو ګوندونه د پخوا په پرتله لا سخت کار وکړي. هغه زیاته کړه: «نن شپه له مسیحي دیموکرات اتحاد او لوی ایتلاف سره زموږ د همکاري پای دی.»

دا نو په دې معنی ده چې د مارتین شولڅ سوسیال دیموکرات ګوند به په پارلمان یا بوندستاګ کې په اپوزیسیون کې پاتې شي.