1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارشال فهيم په کابل کي خاورو ته وسپارل سو

حسين سيرت۱۳۹۲ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم د جنازې مراسم د ولسمشرۍ ماڼۍ په انگړ کې د لسونو لوړ پوړو دولتي چارواکو او بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او استازو په گډون تر سره شول.

https://p.dw.com/p/1BNJl
انځور: Reuters

مارشال قسيم فهیم د یکشنبې په ورځ د ورپیښي ناروغۍ له امله ومړ. د هغه جسد د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د مارچ ۱۱) د بادام باغ، په تپه کې خاورو ته وسپارل شو.

افغان ولسمشر حامد کرزي په ارگ کې د مارشال فیهم د جنازې په مراسمو کې، هغه يعنی فهيم د یوه دوست او نزدې همکار په توگه یاد کړ: «په ټولو ملي قضایاو، د افغانستان په ټولو دولتي او مهمو قضایاوو او تر هیواد د باندې او دننه په ټولو برخلیک ټاکونکو قضایاوو کې په ټوله معنی یو ځای او همکار وو. د وضع په اړه زموږ درک او تحلیل یو شان وو. ما خپل خوږ ملگری او ورور له لاسه ورکړ او افغانستان خپل یو خدمتگار له لاسه ورکړ.»

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې مارشال فهیم په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان د مسایلو د پرمخ بیولو په برخه کې یو ښه همکار وو: «دولس کاله مو دوستي او ملگرتیا درلوده. سختۍ، آسانۍ، ترخې او خوږې ورځې مو یو ځای تیري کړي دي. په ټولو مواردو کې مي ملگری وو، بلکې د افغانستان په لاره کې مي ملگرې وو.»

د فهيم د جنازې مراسم
د فهيم د جنازې مراسمانځور: Reuters

په دغو مراسمو کې د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم، وویل چې پلار یې د جهاد په دوران کې د وخت د شوروي اتحاد ځواکونو د ایستلو له پاره ډیري هڅې کړې او په نوي دور کې د ملي اردو او دیموکراتیک دولت له بنسټ ایښودونکو څخه وو.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «پلار مې مارشال فهیم، په داسي حال کې چې هیواد د بهرنیو لاسوهنو له کبله په جگړه کې ښکیل وو، خپله دنده ختمه شوې نه بلله او سولي ته یې د افغانستان د خلکو د لاس رسي له پاره هڅي کولې.»

د فهیم په زرونو پلویانو د ده د جنازې په مراسمو کې گډون وکړ. هغوی داسې شعارونه ورکول: «ژوندی دي وي اسلام، ژوندي دي وي مجاهدین، ژوندی دي وي افغانستان.» د کابل په څنډه کې پرته د بادام باغ تپې ته تلونکي ټولي لاري تړل شوې وې.

په کابل ښار کې د مارشال فهیم د ښخېدو په ورځ سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول او د افغانستان بیرغ په ټول هیواد کې نیم ځوړند وو.

د افغانستان حکومت درې ورځي ماتم اعلان کړی وو او د سه شنبې په ورځ يې عمومي رخصتي اعلان کړې وه. د جنازې د مراسمو یو شمیر گډونوالو له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه چې د فهیم پر ځای یو مجاهد د خپل لومړي مرستیال په توگه وټاکي.