1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارشال فهیم: له ټاکنو پرته بله هیڅ لار نه شته

حسین سیرت۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ویلي دي چې د ټاکنو هیڅ بدیل وجود نه لري او حکومت د رڼو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو په هڅه کې دی. دغي غونډې ته پر نورو سربیره فضل هادي مسلمیار او سیاف هم وینا وکړه.

https://p.dw.com/p/19eBK
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

د ولسمشر لومړي مرستیال په خپلو خبرو کې د دې ډاډ ورکړ چې افغان حکومت به په ټاکنو کې د هر اخلال د رامنځ ته کولو مخه ونیسي.

فهیم د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د سپتمبر۹) په کابل کې د احمد شاه مسعود د ۱۲ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: «د افغانستان د خلکو له پاره د ټاکنو پرته، بل هر ډول برداشت او بل هر ډول فکر زهر دي، افغانستان به خپل پخواني حالت ته ور و نه ګرځي او ټاکنې به تر سره شي.» د فهیم دغه خبرې په غیر مستقیمه توګه هغو غوښتنو ته غبرګون وو، چې د ولسمشر حامد کرزي د کاري دورې د تمدیدولو غوښتنه کوي.

د حامد کرزي مرستیال د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شرایط مشخص کړل او ویې ویل چې نوماندان باید «مسلمان، جهادي او افغان» وي.

فهیم وویل چې د افغانستان تجارت او اقتصاد، د ۲۰۱۴م کال په اړه د تبلیغاتو له امله په رکود کې دی. هغه دغه تبلیغات ظالمانه وبلل او پر دې خبره یې ټینګار وکړ چې افغانان به په دې هیواد کې د نظام پر ادامې باندې موافق شي.

همداشان هغه پر دې هم ټینګار وکړ، تر هغه وخته چې په دې هیواد کې سوله ټينگه شوي نه وي، خلک نه شي کولای په ارامه توګه ژوند وکړي او حکومت پرمختیایي پروګرامونه تطبیق کړي.

فهیم د مجاهدینو حکومت نیمګړتیاوو او نواقصو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان د ټولو قومونو د مشارکت پرته اداره کیدای نه شي.

پخواني جهادي قوماندان او د ولسي جرګي غړي عبدالرب رسول سیاف وايي چې طالبان افغنان نه دي.
پخواني جهادي قوماندان او د ولسي جرګي غړي عبدالرب رسول سیاف وايي چې طالبان افغنان نه دي.انځور: AP

سیاف: طالبان افغانان نه دي

پخواني جهادي قوماندان او د ولسي جرګي غړي عبدالرب رسول سیاف، په خپله وینا کې وویل چې طالبانو، افغانستان له بدبختیو سره مخامخ کړ. هغه وویل طالبان ښځې تښتوي، په داسې حال کې چې دغه کار د افغانستان د خلکو د دین او کلتور خلاف عمل دی.

سیاف په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «موږ د سولې پلویان یو. که موږ [دغه ستونزه] حل نه کړو نو څوک به یې حلوي. خو یوه خبره کوم، تاسې په تاریخ کې اوریدلي دي چې له مزدور سره دې سوله ترسره شوي وي؟ دا د کبر او غرور په خاطر نه ده. هغوی (طالبان) سترګې نه لري چې ماته وگوري.»

د سیاف په وینا له طالبانو سره هغه وخت سوله ممکنه ده چې دغه ډله له «مزودرۍ» څخه خلاصه شي او په دې وتوانیږي چې له نورو ټولو اړخونو سره معامله وکړي. هغه وویل چې طالبانو اسلام بدنامه کړی دی.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، په دغه غونډه کې د افغانستان له ټولو مشرانو او سیاستوالو څخه وغوښتل چې یو ځل بیا د خپل هیواد ویجاړیدو ته زمینه برابره نه کړي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «اوسنی وضعیت دا ایجابوي چې د افغانستان سیاستوال، جهادي مشران او روښانفکران په ډیر احتیاط ګام پورته کړي او د خپلو شخصي او فردي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ورکړي.»

په دغه غونډه کې د افغان حکومت په لسونو چارواکو او د بهرنیو هیوادونو سفیرانو ګډون کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب