1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارک گروسمن له خپلي دندې استعفا کړې

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن له خپلي دندې استعفا ورکړې ده. د استعفا کولو علت تراوسه پوري نه دی معلوم.

https://p.dw.com/p/16qwh
انځور: AP

د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکامتحده ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن وياندي لورا لوکاس د چهارشنبې په روځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۸) اعلان وکړ، چي ښاغلی گروسمن به د ډسمبر په مياشت کي خپله دنده پريږدي.

هغې په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي:«په دغه چوکۍ کي تقريباً تر دوې کلني کاري دورې وروسته مارک گروسمن، د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينتن په رضيات له خپلي دندې پرشا کيږي.»

په وينا پاڼه کي دا هم راغلي دي، چي هيلري کلنتن د ښاغلي گروسمن د «ديپلوماتيکو برياوو» مننه کړې ده.

گروسمن په ۲۰۱۰ کال کي د ريچارد هالبروک تر مړيني وروسته د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د پاکستان او افغانستان له پاره د دغه هيواد د ځانگړي استازي په توگه وټاکل سو.

مارک گروسمن
مارک گروسمنانځور: AP

گروسمن په خپله کاري دوره کي څوواري سيمي ته سفرونه وکړل او د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ ئې هغه واټن کم کړ، چي د طالبانو سره د سولي د خبرو کولو په اړه رامنځته سوی وو.

څه موده مخکي يوه افغان چارواکي ويلي ول، چي د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن په قطر کي له طالبانو سره کتلي ول.

دغه افغان چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له رسنيو سره خبري کړي وې ويلي ول، چي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدني کتني وروسته مارک گروسمن په قطر کي له طالبانو سره هم کتلي دي.

خو په قطر کي له طالبانو سره د امريکا متحده ايالاتو خبري هغه مهال وځنډې دې، چي دواړي خواوي د بنديانو پرسر موافقې ته سره ونه رسېدل.

د روان کال د مارچ په مياشت کي طالبانو اعلان وکړ، چي امريکايان پرخپلو ژمنو وفا نه کوي، ځکه نو دوی نور خبرو ته نه دي حاضر.

طالبانو له گوانتانامو زندان څخه د خپلو پنځو تنو قومندانانو د آزادېدو غوښتنه کړې وه.

خو د امریکا متحده ايالات د هغوی آزادېدل د خپل هيواد د امنيت له پاره خطر گڼي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی