1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس: د نړیوالو قوانینو له مخي د «ترکیې یرغل» غير قانوني دی

۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په سوریه کې پر کردانو باندې د ترکیې پوځي عملیات یو «یرغل» بللی او وايي چې برلین دغه کار ناقانونه ګڼي. ماس همدا راز وویل چې اروپايي ټولنه ښايي پر ترکیې باندې اقتصادي بندیزونه وضع کړي.

https://p.dw.com/p/3RdKB
Tschechien Prag | Außenminister Heiko Maas während Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/CTK/O. Deml

د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر۲۰مه) د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل چې آلمان د سوريې په شمال ختيځ کې د کردانو تر ولکې لاندې سیمو باندې د ترکیې د پوځي عملیاتو تویجه ردوي.

ماس د زيډ ډي ایف په نامه رسنۍ سره په خبرو کې وویل: «وروسته له هغې چې موږ په هرڅه خبر شو او وروسته له ټولو هغه څخه چې ترکیې ورته د قانون اساس ویلي، موږ نه شوی کولی د هغوی [ترکیې] نظریه تائید کړو.» ماس زیاته کړه چې موږ په دې باور نه یو چې پر کردي واحدونو او یا پر کردي ملیشو باندې برید د قانون په رڼا کې قانوني دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ماس څرګندونې د آلمان دفاع وزیرې انیګریت کرامپ کرنباور په ګډون یو شمیر نورو جګپوړو آلماني چارواکو هم تائید کړي دي. په آلمان کې د محفاظه کارانو په یوه غونډه کې د آلمان دفاع وزیرې کرنباور ویلي دي چې ترکیه تر «دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له رامنځ ته شوو اساساتو سرغړونه کوي، داسې اساسات چې پکې شخړې د ځواک او زور پر ځای د دپلوماسۍ پرمټ حلیږي.

Operation Peace Spring Syrien
انځور: picture-alliance/AA/M. Akif Parlak

پر دې ټولو سربیره، ترکیې بیا د سوریې د کردانو د واحدونو او د کردستان د کارګر ګوند (پي کا کا) ترمنځ اړیکې چې دواړه په ګډه د ترکیې حکومت پر ضد جنګیږي، د خپلو پوځي عملیاتو د توجیه په توګه یادوي.

ترکیه وايي چې له همدې کبله دوی غواړي د سوریې او ترکیې ترمنځ پر پولو پرتې سیمې د خپلې دفاع په موخه د ترهګرو له شتون څخه پاکې کړي.

وروسته له هغې چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۹مه نیټه، ترکیې او د دوی نیابتي جنګیالیو د سوریې په شمالي څنډو کې خپل پوځي عملیات پیل کړل، شاوخوا ۱۶۰ زره کسان بې ځایه شوي او ډېر نور بیا وژل شوي دي. د بشري حقونو سازمانانو بیا د ترکیې په مشرۍ د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکیانو د په نخښه کولو په ګډون د جنګي جرمونو د ترسره کولو په برخه کې خبرداری ورکړی دی.

Syrien | Zivilisten fliehen vor türkischer Militäroffensive
انځور: Karlos Zurutuza

په دې ترڅ کې د آلمان خارجه وزیر هایکو ماس هم خبرداری ورکړی چې آلمان د امریکا متحده ایالاتو په منځګړتوب تر یوه نازک اوربند وروسته، د ترکیې فعالیتونه څاري. هغه وویل: «موږ ډیر واضح ویلي دي چې موږ نور اقدامات هم اماده ساتو او په دوی کې ښايي اقتصادي بندیزونه هم شامل وي.»

د مهاجرت تړون او پر وړاندې یې موجود خطرونه؟

د یکشنبې په ورځ د آلمان خارجه وزیر ماس په خپلو څرګندونو کې همدا راز وویل چې برلین د جګړو د پای غوښتنه کوي. هغه وویل: «موږ به د پنځو ورځو پر ځای د اوربند د تلپاتې کیدو په برخه کې ټولې هڅې وکړو او دا چې دغه عمليات د اوس له پاره متوقف شوی دی.» په ورته وخت کې په ترکیه کې د میشتو میلیونونو سوریايي مهاجرو سرنوشت نامعلوم دی. د اروپايي ټولنې مشرانو هغه نظریه رد کړې ده چې ګواکې په ترکیه کې میشت شاوخوا ۲ میلیونه سوریايي کډوال دې د سوریې په شمال کې یوه خوندي ځای ته انتقال شي.

هایکو ماس د سوریايي مهاجرو د انتقال په هکله وویل: «موږ هم له دې سره موافق نه یو چې د سوریې د کورنۍ جګړې مهاجرین چې اوسمهال په ترکیه کې دي، په دې توګه بیرته د سوریې شمال ختيځو سیمو ته انتقال شي، داسې انتقال چې ښايي د دوی د غوښتنو برخلاف وي.»

نوموړي وویل چې دغه موضوع باید له انقرې سره د اروپايي ټولنې – ترکیې ترمنځ د مهاجرو پرسر تړون په رڼا کې تر بحث لاندې ونیول شي. د دغه تړون پر اساس، بروکسل اړ دی چې ترکیې ته د شاوخوا ۳ اعشاریه ۶ میلیونه سوریايي کډوالو میشت کولو په بدل کې میلیاردونه یورو ورکړي.