1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس: په افغانستان کې دې د آلماني ځواکونو ماموریت تمدید شي

۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د خپل هیواد له سیاستوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموریت تمدید کړي. ماس دغه څرګندونې افغانستان ته د یوه سفر پر مهال کړي دي.

https://p.dw.com/p/3EncJ
Afghanistan Heiko Maas, Außenminister Deutschland in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/Thomas Imo/Photothek.Net/Auswärtiges Amt

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د مزارشریف ښار په مارمل کمپ کې له خپلو سرتیرو سره د لیدنې پر مهال دغه څرګندونې وکړې او په افغانستان کې يې د خپل هیواد له میشتو سرتیرو څخه مننه وکړه.

په افغانستان کې د آلمان روان ماموریت د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه پای ته رسیږي، خو ماس ګواښ وکړ چې که د آلمان پوځ اوس له افغانستان څخه ووځي نو «هغه څه چې یې تر اوسه پورې ترلاسه کړي دي، ډیر ژر به ړنګ شي».

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې په افغانستان کې اتلسم کال ته د آلمان د ماموریت له داخلیدو سره هغه دا خبره درکولی شي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه دې ځینې پوښتنې موجودې وي. آلمان د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت ته تر۱۳۰۰ پورې سرتیري ورکړي، چې هدف یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د هغوی ملاتړ دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په وروستیو وختونو کې داسې ښوولې ده چې غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، دې موضوع بیا د ناټو یو شمیر نور غړي چې له افغانستانه په بیړه د وتلو خلاف دي، اندیښمن کړي دي.

همدا اوس د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو مرکچیان په قطر کې په خبرو اترو بوخت دي چې د افغانستان شخړې ته یوه سوله ایزه لاره ومومي. امریکا غواړي په افغانستان کې د جون میاشتې ته تر پلان شویو ولسمشریزو ټاکنو مخکې له طالبانو سره یوه توافق ته ورسیږي.