1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ماشومان د زور پالنې قربانیان دي»

۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبه

د فرانس پریس د خبري آژنس د یوه رپوټ له مخې د پاکستان په قبایلي سیمو کې زور پالونکو د پولیو یا د ګوزڼ د ناروغۍ ضد واکسین د ټیمونو د کار مخه نیولې ده، چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د حملو پر ضد احتجاج وکړي.

https://p.dw.com/p/15GgF
انځور: DW

د زور پالونکو یو قوماندان چې خپل ځان ئې ګل بهادر، معرفی کړی دئ په یوې وینا پاڼه کې ویلي دي: «د پولیو ضد د واکسین ټیمونه به اجازه ونه لري چې په شمالي وزیرستان کې ماشومان واکسین کړي.»

ګل بهادر چې ویل کیږي د افغان طالبانو له متحدینو څخه شمیرل کیږي ویلي دي چې د پولیو ضد پر واکسین باندې به بندیز تر هغه وخته جاري پاتې وي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په نوموړې سیمه باندې خپلې حملې ودروي. په دغه وینا پاڼه کې چې د خلکو په منځ کې خپره شوې ده راغلي دي:

«هغوی له یوې خوا بې ګناه ښځې، ماشومان او زاړه خلک د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې وژني او له بلې خوا په میلیونونو روپۍ د واکسین په کمپاینونو لګوي.»

فرانس پریس د دغې وینا پاڼې له قوله وایي: «په وزیرستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د شپې او ورځې بمباریو د سیمې خلکو ته رواني ناروغي پیدا کړې ده چې د پولیو له ناروغۍ څخه ډیره زیاته خطرناکه ده.»

په رپوټ کې یادونه شوې ده چې د سیمې خلک ښایي د دغه قوماندان خبرو ته سر ټيټ کړي ځکه چې هغه په سیمه کې غښتلی کس دئ.

د پاکستان شمال لویدیځه صوبه چې اوس د خیبر- پښتونخوا، په نامه هم یادیږي، د طالبانو او د القاعدې د شبکی د فعالیتونو په ټاټوبي مشهوره شوې ده. له څو کلونو را پدیخوا دغه سیمه د مشکوکو امریکایي بې پیلوټه الوتکو د حملو هدف ګرځیدلې ده. په داسې حال کې چې د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو پر سر د اسلام آباد او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرې اترې له بن بست سره مخامخ شوي دي. پر قبایلي سیمو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې هم زیاتې شوي دي.

پاکستان وروسته له هغې د ناټو پر اکمالاتو لاره بنده کړه کله چې د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۶ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

په وینا پاڼه کې دغه راز د پاکستاني ډاکتر شکیل آفریدي په اړه چې د اسامه بن لادن د ځای په موندلو کې له CIA سره د مرستې په تور بندي دئ ته هم اشاره شوې ده چې ګواکې هغه هم د «واکسین د کمپاین له پلمې څخه کار اخیستی دئ.» وینا پاڼه وړاندې وایي: «کیدای شي چې له دا ډول کمپاینونو څخه د مخبرۍ له پاره کار واخیستل شي.»

پاکستان د بې پیلوټه الوتکو حملې د خپل هیواد د خاورې پر بشپړتیا تیری ګڼي. خو امریکایي چارواکي دغه ډول بریدونه په سیمه کې د افراطینو پر ضد یوه اغیزمنه وسله ښوولی ده.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو لوړې کمیسارې ناوې پیلي، په دې وروستیو وختونو کې له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د قانونیت په هکله پلټنه وکړي. د هغې په وینا په دغه بریدونو کې ډیر ولسي خلک وژل شوي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض