1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماشومي ډوډۍ غوښتله، خو ۳۸ کاله يې غلامي وکړه

۱۳۹۹ دی ۲۴, چهارشنبه

په برازيل کي يوې له لوږي کړېدونکي ماشومي نجلۍ د يو کور دروازه ور وټکوله چي ډوډۍ وغواړي. خو د کور څښتنانو هغه ۳۸ کاله د غلامي په توګه بندي وساتله.

https://p.dw.com/p/3ns5L
Brasilien | Madalena Gordiano
ماډالېنا ۳۸ کاله د غلامۍ ژوند وکړانځور: Privat

د برازيل رسنيو چي کله د ماډالېنا ګورديانو په نوم ژغورل سوي مېرمني موضوع خپره کړه، نو ډېرو وويل چي په دغه موضوع يې سخت د شرم احساس کړی دی.

د ۲۰۲۰م کال د نوامبر پر ۲۷مه نېټه د برازيل هيواد يو چارواکی چي د کار، روزګار او کارګرو په اړونده دولتي څانګه کي کار کوي له محکمې څخه د يو شخصي کور د تلاښۍ اجازه وغوښتله. دغه کور د برازيل په فدرالي ايالت مينا ګيرائس کي واقع دی. د هومبيرټو کاماسميې په نوم دغه چارواکي مقصد و غلامۍ ته ورته په جبري کار مکلف سوي يو انسان آزادول وو.

د پوهنتون استاد ماشومه غلامه کړې وه

دا د پاتوس دې ميناس په نوم يو کس کور وو چي د پوهنتون استاد دی. د دغه کور ګاونډيانو پوليسو ته ويلي ول چي په دغه کور کي وضعيت ورته غير عادي معلوميږي ځکه چي د دغه کور مالک خپل د کور مزدوري ماډالېنا ته اجازه نه ورکوي چي له چا سره خبري وکړي. د دغه پروفيسور ګاونډيان هغه وخت لا زيات حيران سول کله چي يې د ماډالېنا يو ليک تر لاسه کړ چي هغې پکښي د نظافت بعضي څيزونه او د کمو پيسو هيله کړې وه. په دې ټوګه د ماډالېنا د ژوند حالات لا نور هم مشکوک سو.

کله چي چارواکو د اړونده کور د تلاښۍ اجازه ترلاسه کړه نو ورته څرګنده سوه چي ماډالېنا په دغه کور کي د يوې غلامي په توګه ساتل کېدله. هغه په داسي کوچنۍ کوټه کي ساتل کېدله چي صرف پنځه متره مربع وه او هيڅ کړکۍ يې هم نه لرله. دغي مېرمنې ته نه معاش ورکول کيد او نه يې هم د کار دقيق وخت معلوم وو. هغه د کارګرۍ په توګه ثبت سوې هم نه وه. هغې ته په ټول کال کي رخصتي هم نه ورکول کيدله.

د خوب خونه نه بلکه زندان

افريقايي الاصله برازيلۍ دغه مېرمنه له شپږو اونيو راهيسي آزاده کړل سوې ده. دغې مېرمني له دويچه ويله سره د خبرو پر وخت وويل چي د بديدو خونه يې خونه نه، بلکي زندان وو. دغه مېرمنه اوس په يو داسي ځای کي ساتل کيږي چي په ټولنه کي د ادغام له پاره ورسره مرستي کيږي.

د ماډالېنا عمر اوس ۴۶ کاله دی. هغه وايي چي عمر يې اته کاله ؤ کله چی يې د پوهنتون د دغه پروفيسور د کور دروازه ور وټکوله او د ډوډۍ غوښتنه يې ورڅخه وکړه. د هغې په وينا دا هغه وخت ډېره وږې وه. ماډالېنا وايي چي دغې کورنۍ له يادي ورځي وروسته هغه د ۳۸ کالو له پاره د ځان سره وساتله. ماډالېنا زياتوي چي دا وروسته خبره سوه چي يادي کورنۍ چارواکو ته ويلي ول چي دا يې په فرزندۍ اخيستې ده.

خو هغه وايي چي په حقیقت کي له دې څخه د کور د نوکري کار اخيستل کېدی. دا وايي چي کله ۲۶ کلنه سوه نو يې واده په ۲۰۰۲م کال د يو داسي ۷۸ کلن سړي سره ور وکړل سو چي د پروفيسور ملګری وو. دا وايي چي مېړه يې ډېر ژر مړ سو او د پروفيسور کورنۍ نه دا چي دا بېرته خپل کور ته د کار کولو له پاره راوستله بلکه د مړه سوي مېړه د تقاعد په پيسو يې په خپله لور د طبابت تحصيل وکړ.

چارواکو د پروفيسور او د هغه له کورنۍ څخه د قانون سره سم تحقيقات پېل کړي دي.

ماډالېنا وايي چي اوس يې ارمان دا دی چي د هغو کسانو سره سروکار و نه لري چي دا يې دومره کلونه بنده ساتلې وه. د هغې په وينا دا غواړي چي خپل درس پوره کړي او لږ سيلانيتوب وکړي. په وينا يې که خپل کور ولري نو لا به ښه وي.

اينس آيزلې/ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور(20.07.2018):