1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ماشوم مهاجر د جنسي تاوتريخوالي د ګواښ سره مخ دي»

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ خرداد ۳۰, یکشنبه

یونسیف وايي چي فرانسه په کمپونو کې شاوخوا ۵۰۰ بي سرپرسته ماشومان له جنسي تاوتریخوالو سره مخ دي. په دې اړه د دغې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي دي، چې تر ټولو زیات افغان بي سرپرسته مهاجر ماشومان له جنسي خطر سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/1J9Ws
Frankreich Flüchtlingskinder in Calais
انځور: Getty Images/M. Turner

د فرانس پرېس خبري آژانس، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونسیف له قوله خبر ورکوي چې د فرانسې په شمالي ساحلي علاقو کې میشت مهاجر ماشومان د جنسي خطرونو سره مخ دي او دغې ادارې د پاریس له حکومت څخه غوښتي څو د دغو ماشومانو د ژغورنۍ لپاره فوري اقدامات ترسره کړي.

یونیسف ویلي دي چې د مهاجرو په کمپونو کې تر هر څه د مخه د ماشومانو د ژغورنې مرکزونو فعالول ضروري دي. دوه برابره څخه زیات بي سرپرسته ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف په حواله، د مدیترانې خطرناکې لارې څخه اروپا د راغلیو بي سرپرسته ماشومانو شمیره له دوه برابرو څخه هم زیاته شوې ده. د یونیسف له قوله دغه ماشومان تر څنګ د دې چې د جنسي مسایلو ښکار ګرځي، تن فروشۍ ته هم اړ ایستل کیږي.

یونیسف ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د مهاجرو په کمپونو کې میشت ماشومان شپې لخوا له دې ویرې چې ګڼې د جنسې تاوتریخوالو ښکار به شي، بهر نشي وتلي.

یونیسف لخوا د بي سرپرسته مهاجرو ماشومانو په هکله جوړ شوي دغه ځانګړي رپوټ کې ویل شوي دي، چې د فرانسې په ساحلي کمپونو کې میشت مهاجر ماشومان تر نهایی بد حالت پوري ژوند کولو ته مجبور شوي دي.

په کالې کي مهاجر ماشومان
په کالې کي مهاجر ماشومانانځور: Getty Images/M. Turner