1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالي کړکيچ د بي کاريو د ګواښ په توګه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

Junker « زه له کارفرمايانو څخه يو ځل بيا غوښتنه کوم چي د ډله ايزو بيکاريو مخه ونيسي يا د خپلو کارکونکو د بيکاره کولو لپاره دي بيړه نه کوي. دوي بايد د کړکيچ تر پايه د بيکاري د مخ نيوي لپاره هڅه وکړي. »

https://p.dw.com/p/Hkwe
له بيکاري ويره
له بيکاري ويرهانځور: RIA Novosti

د اروپايي ټولني د اسعارو د چارو کميسار« جاکوين المونيا» وضعه داسي ترسيموي چي، سړي د مالي اواقتصادي بحران اوسنۍ حالت ته په مثبت نظر هم کتلاي شي . او ويلاي شي چي وضعه دا سي خرابه ده، چي نور د خرابيدو امکان نلري. اوکيداي شي چي مخ په ښه کيدو شي . هغه رښتيا هم په مشخصه توګه د اقتصادي وضعي د ښه والي لپاره د راتلو نښي ويني . المونياوايي:

«دټولو اټکل پدي کي يو شانته دي چي مونږ داقتصادي رکود له ټولو څخه کښته کچي ته رسيدلي يو .خو په عين وخت کي دامريکا په متحده ايالتونو، اروپا، اوآسيا کي مثبتي نښي نښاني وينو. زه پدي عقيده يم چي مونږ ټول اوس مثبت انتظارونه او داقتصادي رکود منفي عواقب وينو .»

د دي منفي عواقبو له جملي څخه يوه بي کاري ده. د دي بيکاري اوج به هغه وخت چي اقتصادي تمايلات بيرته مخ په لوړيدو شي راورسيږي. د اروپايي ټولني دهغو هيوادونو چي ايرو اسعاردي د ډلي مشر،،Jean-Claude Junker

د ټولنيزو ربړو له منځ راتلو څخه خبرداري ورکوي:

« زه له کارفرمايانو څخه يو ځل بيا غوښتنه کوم چي د ډله ايزو بيکاريو مخه ونيسي يا د خپلو کارکونکو د بيکاره کولو لپاره دي بيړه نه کوي. دوي بايد د کړکيچ تر پايه د بيکاري د مخ نيوي لپاره هڅه وکړي. »

يونکر د ستونزي د حل لاره چاره د کار وخت لنډول اوپه مزد کي د بيکاري د بيمي لخوا ورکړل شويو پيسوپه واسطه انډول راوستل بللي دي . او وايي چي دا به د بحران ترپايه پوري د بيکارۍ دډيريدو مخنوي وکړي .

د اروپايي ټولني ځني هيوادونه لکه هنګري، رومانيه، او ليتونيا د دولتي افلاس له ګواښ سره مخامخ دي . دماليي وزيرانو دوي ته د مرستي لپاره پريکړه کړيده چي د داسي مواردو لپاره جوړ شوي د تنګسي د وخت د صندوق زيرمه ۵۰ ملياردو يوروته ډيره اوپدي ډول دوه چنده يي کړي .

د آلمان دماليي د وزير شتاين بروک يوه بله په زړه پوري موضوع دمالياتو له تيښتي سره مبارزه ده . پدي برخه کي دي ډيره علاقه له هغو هيوادونو سره ګډ کاردي چي، بانکونه يي د خلکود پيسو راز ساتي. د مثال په ډول له لوکزامبورګ سره . نوموړي وزير د دغو هيوادونولخوا انتقادونو ته اهميت نه ورکوي:

«آلمان پدي ډول ډيره ماليه له لاسه ورکوي او هغه کسان چي په صداقت سره ماليه ورکوي، ظاهرا د ناپوهانو ګمان پر کيږي. خو داسي نه ده. زه وايم که څوک د ماليي له ورکړي څخه سرغړونه و نه کړي ، نو کيداي شواي چي د ماليي کچه راټيټه شوي واي. د ښووني او روزني او د پرمختيايي کارونو لپاره به مو پيسي درلودلاي.»

کريستوف هاسلبخ/ رحيله اميري

کتونکي: عبدالباري حکيم